نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د کرونا ویروس په اړه د روغتیا نړیوال سازمان اندېښه

کرونا ویروس یو وبایي ناروغي ده.ټوله نړۍ له دې ناروغۍ نور په تنګ شوې ده او ښايي دغه ناروغي نور وخت هم ونیسي او نړۍ نوره هم متاثره کړي. په ټوله نړۍ کې ورځني راپورنه د کرونا وایروس د ناروغانو د شمېر د زیاتو په اړه دي. پنجشنبه د مې په ۱۴مه اعلان شوه، چې د کرونا وایروس د مړو شمېر ۳۰۰ زرو او د اخته‌وو ۴ میلیون او ۴۰۰ زرو ته رسېدلی دی.

د چهارشنبې پر ورځ، ډبلیو ایج او. اعلان کړه، چې ممکن د کرونا وایروس «نابود/ لمنځه لاړ» نشي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، کرونا وایروس ممکن د ایدز وایروس په څېر «اندمیک» یا محلي پراختیا ومومي. د پنجشنبې پر ورځ د روغتیا نړیوال سازمان د دې وبا له امله د جدي اروايي کړکېچ ګواښ وکړ او هېوادونو ته یې په دې برخه د اقدامات سپارښتنه وکړه.

د یو ان سرمنشي، آنتونیو ګوترېش د «اروايي ناروغۍ» په برخه له ناکافي بودیجې څخه د انتقاد ترڅنګ وویل: “د کرونا وایروس خپرېدو بشري ټولنه او کورنۍ د شدیدو اروايي ستونزو سره مخ کړي.”

د ګوترش په نظر د دې وبا د مهار په صورت کې به هم تر زیات وخت پورې روحي او اروايي اغېزې لکه وېره/ ژور خپګان، شته وي. وړاندې د ملګرو ملتونو منشي ویلي وو، د کرونا وبا «د کرکې او بېګانه هراسۍ» سونامي له ځان سره راوړې. آنتونیو ګوترش ویلي وو، چې په نړۍ کې د بهرنیو ضد احساسات د «کوویډ- ۱۹» له خپرېدو سره زیاتوالی موندلی دی.

د ګوترش په وینا اوسمهال باید د «د وایروس کرکې» په وړاندې د هېوادونو د خونديتابه لپاره کار وشي. ګوترش ویلي وو“کډوال او پناه غوښتونکي د کرونا وایروس د منبع په توګه د ظلم او بد چلند سره مخ شول او روغتیاپال ته د تګ اجازه هغوی ته ورنه کړل شوه.”

نوموړي نړۍ ته د کرکې د شیندلو په اړه په خپلو خبرو کې وویل: “د کوویډ- ۱۹ لپاره مهمه نه ده چې موږ څوک یو، چېرته ژوند کوو، یا په څه عقیده لرو، خو کوویډ- ۱۹ وبا د کرکې او نفرت سونامي، د ګناهګار بلل کېدو او د وحشت خپرول راویښ کړي دي.”

د ا خم د یادولو ده چې نړۍ کې باید ټول هېوادنه کرونا لپاره یو شي او ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس مخنیوي لبهره هڅې وکړي تر څو دغې وبايی ناروغي ژرتر ژره د نړۍ له مخې ورکه شي تر څو د نړۍ حالات عام او عادي شي او وګړي په ارامه فضا‌ء کې ژوند وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button