د کنشکا د ټبر سلسله او په دې اړه نوي معلومات
په دې لیکنه کې لوستونکو ته د کنشکا د ټبر سلسله او نوي معلومات وړاندې کېږي
د کوشانیانو د ټبر په تړاو ډېر څېړونکي او لرغونپوهان وېشل شویدي ، یو شمېر تاریخپوهانو انګېرلي، چې دوئ د ترکانو او هونیانو huns یوه څپه وه، چې دغه پراخه سیمه یې لاندې کړه.
ولې یو شمېر نور، پدغه لړ کې ګرشمن ghrishman او مک ګورن macgovern پدې ټینګار کوي، دوئ د سیتیانو یوه بله پښه ده، چې د ساکانو، پارتیانو او پهلوایانو نږدې تربوران ګڼل کيږي.
یو شمېر ختیځپوهان پدې اند دي، چې له زیږدیز یانې له عیسوي پېړۍ دمخه دغه وګړي چې په مینځنۍ اسیا کې ودان ول د سیت (سیتیانو) پنامه یادېدل.
کوشایانو ته د تورانیانو ویل
یو شمېر نورو بیا دوئ «تورانیان ګڼلي دي، اوستا هم د دې خبرې پخلی کړیدی خو په اوستا کې ساکان د «توریا» پنوم یاد شویدي، خو په تورات کې او همداراز «اثوریانو=اشوریان» دوی اشکوزي بللي دی او هخامنشیانو ورته «ساکا» ویل .
دلته دغه ټکی د پام وړ دی چې په اوستا او شاهنامه کې د «توراني=تورانیان» یادونه شوې ده!؟
نور ولولئ: “بې شرمه” د لنډو کیسو کتاب ته یوه کتنه
نور ولولئ: د طالبانو په راتګ د چاپ صنعت سقوط؛ طالبان وايي له اقتصادي ستونزو سره مخ لیکوالانو ته اثار چاپوو
نور ولولئ: د احمدشاه بابا کور او مقبره او د میرویس نیکه مقبره رغول کېږي
د نړۍ ختیځپوهانو په شمالي او مینځنۍ اسیا کې د یو شمېر قومونو یادونه کړېده چې تاریخپوه کهزاد پخپل کتاب «افغانستان در پرتو تاریخ» کې د دوئ له اند ه داسې لیکلی دي:
«له زیږدیزو پېړېیو دمخه یو شمېر وګړي د «سیت» ټبر (سیتی قومونو) په نوم شمالي سیمو یانې د امو رود غاړو ته نږدې استوګن ول، چې توراني (تورانیان) یې بلل.
په دې اړه د لویدزوالو نظریه
د لویدیز والو په اند «سیتیان« او زموږ په عرف توریان، هغه وګړي ول چې د اسونو په ځغاستو او د غیشو په ویشتلو نامتو ول …»[2] چینایي تاریخپوهان، پدغه لړ کې یو هم د «لویدیزو هېوادونو» د کتاب لیکوال دی (۲ م ز پېړۍ) او د لومړي ځل لپاره یې زموږ د هېواد یادونه کړېده.
ده کوشانیان، یوچیان بللي دي او په دوه لویو او وړو کوشانیانو یې وېشلی دي داسې څېړونکي هم پېژنو، پدغه ترڅ کې ګوردن چایلډ او «کېمبال j.d.kimball» یادولی شو چې د قبرونو د لوڅولو له مخې سیتیان او ساکان دوه بیل ټبرونه ګڼلی دي . پوهاند حبیبي د کوشانیانو په اړه، دچینایي تاریخپوهانو له قوله داسې کښلي دي:
«هغه ټبرونه چې د ۱۶۵ م ز کال پر شاوخوا یې له اریایي ساکانو او سیتیانو سره د وینې او توکم (نژاد) ګډون لاره … چینیانو دوئ یوچي وګړي بللي دي …[3] »
چینیایانو سربیره له دې چې دوئ یې یوچي yueh-chi وګړي ګڼلي دي، بلکې «ګوی شانګ gwei-shang» یا کوشان د هغې یوه غښتلې قبیله شمیري د پنځو قبیلو په مینځ یوه قبیله هم د «کوي شوانګ» وه، چې د نورو پر وړاندې برلاسي شوه، له امو روده راپورېوته، په باختر کې د یوناني چارواکو وروستي واکمن «هلیوکلیس» ته ماته ورکړه، د کوشان (کوشاني )پنوم نامتو شول.