تجارت خبرونه

د کورنیو تولیداتو لپاره د بازار له نشتوالي د خصوصي شرکتونو مسوولانو اندېښنه

د خصوصي شرکتونو یو شمېر مسوولین د کورنیو تولیداتو د پلور لپاره د مناسب بازار له نه‌شتوالي شکایت کوي او وايي، په ناقانونه توګه د توکو را واردولو د دوی پر تولیداتو منفي اغېز کړی دی.

خصوصي سکټور

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د خصوصي سکټور ملاتړ وکړي< عبدالجبار حسن‌زاده د سیستان کهن تولیدي شرکت مسوول وايي: «قانوني لارې باید موږ وڅارو او غیر قانوني لارو باید په کلکه مخه ونیسو. د مهین اوبو تولیدي شرکت رییس زیاتوي: «له دولته غوښتنه کوو چې هغه بهرنیان چې دننه راځي مالیه ورکوي، اجازه ور نه‌ کړي او زموږ سوداګر چې څه محصولات غواړي هغه دې وارد کړي، د هغوی محصولات دې کم شي.
په همدې حال یو شمېر هېوادوال له حکومته غواړي چې د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي، څو له دې لارې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د پروان اوسېدونکی

د پروان اوسېدونکی احمد نوید وايي: «د هغو ستونزو له کبله چې په افغانسان کې راغلي، له همدې کبله یې سقوط وکړ او لاړل، بیا دې راشي او په افغانستان کې دننه دې کار وکړي، څو ځوانان ورسره په کار شي
د غور اوسېدونکی نجیب الله فیضي وايي: «له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې پر شرکتونو او خصوصي او دولتي تصدیو کار وکړي.

نور یی ولوله | د کانکور ازموینه کې د کاج ښوونیز مرکز د ټپي زده کوونکو بریالي کېدل

نور یی ولوله | د انلاین پیسو ګټلو پینځه لارې

په همدې حال د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي، له خصوصي سکتور ملاتړ د دوی په لومړیتوبونو کې دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي: «د صنعیت او سوداګرۍ وزارت د هېواد له ټولو سکټورونو ملاتړ کوي او د ځمکې توزیع، تعرفې او اوومه موادو په برخه کې ورسته اړینې اسانتیاوې برابروي.

د پروان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس راز محمد یاسر زیاتوي: «په باریک اب سیمه کې مو سوداګرو ته ۵۰ جریبه ځمکه وېشلې ده، سوداګر راغلي او کارونه یې پیل کړي دي. د کورنیو تولیداتو د پیکه کېدو په اړه دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته یو شمېر خصوصي شرکتونو خپل فعالیتونه ځنډولي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button