نړیوال خبرونه

د کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې ایټالیا ته نژدې ۴۱ په کې کډوال مړه شوي

ایټالیا ته نژدې سمندر کې کښتۍ ډوبه شوي او په کې ۴۱ کډوال مړه شوي دي

د سیمه ییزو رسنیو د رپوټونو له مخې، لږ تر لږه ۴۱ کډوال د ایټالیا د لامپیدوسا ټاپو ته نژدې د کښتۍ د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې قربانیان د کوم هېواد خلک دي.

نور ولولئ: هرمز تنګی د نړیوالې سوداګرۍ لار؛ امریکا یې ساتنې ته جټ الوتکې لېږلي

رسنیو د ژوندي پاتې شویو کسانو له خو لې لیکلي ، چې د کډوالو یاده کښتۍ له تونس څخه د ایتالیا په لور روانه وه.

رپوټونه وايي، په کښتۍ کې د سپرو کډوالو له ډلې څلور یې ژوندي پاتې شو ي.

د عاج او ګیني ساحل

یاد څلور تنه کډوال چې په اصل کې د عاج ساحل او ګیني دي، د چهارشنبه په ورځ لامپیدوسا ته ورسېدل.

ژوندي پاتي شوي کسانو دا هم ویلي، دغې نږدې اووه متره اوږدې کښتۍ د تېر پنج شبنې په ورځ د تونس له صفاقس نه د ایټالیا په لور حرکت کړی و. خو له مزل څو ساعته وروسته د سمندر یوې لویې څپې واړوله.

ویل کېږي د کښتۍ په ناستو کسانو کې یوازې ۱۵ یې د ژغورنې واسکټونه په تن کړي وو. دوی وايي، چې د ایټالیا سمندري ساتونکو وژغورل او بیا یوه سمندر غاړي ته یوړل.

د ایټالیا سمندري ساتونکي وايي، په هغه سیمه کې یې د دوو کښتیو پاتي شوني موندلي دي خو نه پوهېږي چې ژغورل شوي د کومې هغې دي.

د تونس د چارواکو په وینا، د صفاقس بندري ښار د ایټالیا له لمپيدوسا نه نژدې ۱۳۰ کیلومتره لېرې پروت دی چې اروپايي هېوادونو ته د کډوالو د تللو مشهوره لاره ده.

د کسانو د ژغورنې عملیات

په دا وروستیو څو ورځو کې د ایتالیا سمندري ګزمو نژدې ۲۰۰۰ نور کسان هم ژغورلي دي.

نور ولولئ: کناري ټاپوګانو ته نږدې د ۲۰۰ کډوالو د لېږدونکې بېړۍ ورکېدل

سږ کال له شمالي افریقا څخه اروپا ته د اوښتو په لړ کې له ۱۸۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

تېره میاشت اروپايي ټولنې د کډوالو د مخنیوي لپاره له تونس سره د نژدې ۹۰ میلیونو ډالرو هوکړه لاسلیک کړه. دغه پيسې د کډوالو د مخنیوي، د پولو ساتلو او د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره لګول کېږي.

د کډوالو ښي اړخي حکومت داسې تګلاره غوره کړي چې له مخې یې ژغورونکي کښتۍ مجبوروي له لمپېدوسا او سیسلي څخه لېرې لنګر ووهي.

د ایټالیا چارواکي وايي، د دې کار موخه یې دا ده چې کډوال د دغو دوو ځایونو پر ځای د هېواد نورو برخو ته ولاړ شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button