د یوناما ژمنه؛ نړیوالو غونډو ته د افغان پلاوو د ګډون لپاره هڅې

کابل ( افغانناو، ۷ تله ۱۴۰۵): د یوناما ژمنه دا ده چې نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو کې د افغان پلاوو د ګډون لپاره زمینه برابره کړي؛ افغان چارواکي د اقلیمي ستونزو پر وړاندې د نړیوال ملاتړ غوښتنه کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، هڅه کوي په نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو کې د افغان پلاوو د ګډون لپاره زمینه برابره کړي.
دا څرګندونې د یوناما مرستیال بروټو لیمرکویس د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص سره په کتنه کې کړې دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې د اقلیمي بدلون، چاپېریالي ستونزو، نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د ګډون او د چاپېریالي پروژو لپاره د ملاتړ د جلب په اړه خبرې شوې دي. د یوناما ژمنه
نړیوالو چاپېریالي غونډو کې د افغانستان ګډون
د یوناما مرستیال ویلي، د «کاپ» او چاپېریال اړوند نورو نړیوالو غونډو کې د افغانستان ګډون مهم دی، څو افغان پلاوي خپلې ستونزې او غوښتنې له نړیوالې ټولنې سره شریکې کړي.
نوموړي ویلي: «موږ له تاسو سره یو او کوښښ کوو چې په نړیوالو کنفرانسونو کې د افغان پلاوي د ګډون لپاره زمینه مساعده کړو.»
د یوناما ژمنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغان چارواکي وايي، افغانستان د اقلیمي بدلون له جدي اغېزو سره مخ دی او په دې برخه کې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.
مطیعالحق خالص ویلي، وچکالي، طبیعي پېښې او د اقلیم بدلون د افغانستان پر خلکو پراخې اغېزې کړې دي. د هغه په وینا، د هېواد ډېری خلک پر کرنې او مالدارۍ متکي دي او له همدې امله د اقلیمي بدلون اغېزې مستقیم زیان ورته رسوي.
د نړیوال ملاتړ غوښتنه
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر ویلي، افغانستان د نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو غړیتوب لري، خو د ده په وینا، له اړین مالي او نړیوال ملاتړ څخه برخمن نه دی.
هغه له یوناما غوښتي چې نړیواله ټولنه د افغانستان د چاپېریالي ستونزو او د اقلیمي بدلون د زیانونو په اړه خبره کړي او د ملاتړ د جلب لپاره هڅې وکړي.
په دې کتنه کې د یوناما ژمنه یوازې نړیوالو غونډو ته د افغان پلاوو د ګډون تر هڅو محدوده نه وه؛ د یوناما مرستیال ویلي چې د ظرفیت لوړونې په برخه کې به هم د چاپېریال ساتنې له ادارې سره د ملاتړ هڅې روانې وساتي.
د اعلامیې له مخې، دواړو خواوو د ګډې همکارۍ پر دوام ټینګار کړی او هوکړه شوې چې د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره یوه ګډه کاري کمېټه جوړه شي.
تمه ده چې د یوناما ژمنه او د ګډې کاري کمېټې فعالیتونه به د افغانستان د چاپېریالي ستونزو د مطرح کولو او له نړیوالو بنسټونو سره د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.



