کورني خبرونه

ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: د نورو هېوادونو استخباراتي موخو ته مو پام دی

مولوي عبدالکبیر وايي، ځینې هېوادونه په افغانستان کې استخباراتي موخې لري چې موږ ورته متوجه یوو

مولوي کبیر د افغان‌ناو له هغه مقالې خپرولو وروسته دغه خبره له رسنیو سره شریکه کړه چې پرون (چهارشنبه، غبرګولي ۲) د طالبانو پر وړاندې د پاکستان د نیت په تړاو خپره کړي وه.

مقاله پر دې راڅرخېده چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دوام پاکستان ته ویره پیدا کړي او هلته هر ډول ثبات زیانمن شوی دی.

دارنګه مقالې روښانه کړي چې (دلته کلیک وکړئ) پاکستان د طالبانو پرضد د نوي جبهې د رامنځته کولو په لټه کې دی.

مولوي کبیر دغه خبرې د کتابونو نندارتون کې کړي

د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ډېرو جزیاتو پرته د افغانستان په اړه د نورو هېوادونو د استخباراتي موخو خبرداری ورکړی، خو ویلي چې دوی ورته متوجه دي او په احتیاط ګام ورسره اخلي.

هغه په دې کابل کې د کتابونو یوه نندارتون ته د وینا پر مهال ویلي، چې دا استخباراتي موخې په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخه کې دي.

نور ولولئ: سرچینې: په تېرو څو ورځو کې پاکستان کې ۵ بریدونو ۱۸ کسان وژلي

نور ولولئ: المرصاد ورځپاڼه: نیول شوي داعشیان پاکستانیان دي

یاد شوی نندارتون په څرخي پله زندان کې جوړ شوی و، چې یو شمېر زندانیانو یې هرکلی وکړ، خو یو شمېر خلکو پرې نیوکې کړي.

نیوکې څه دي؟

نیوکه کوونکو د مولوي کبیر دې خبرې ته غبرګون ښودلی، چې ویلي دوی به زندانونو نه ازادیدونکي کسان داسې روزي لکه مکتب او مدرسې نه چې فارغ شوي وي.

منتقدانو ویلي، چې په مدرسو او مکتبونو د زندانونو  د بدلولو تر ادعاوو ښه ده چې عمل کې طالبان د نجونو پر مخ له کوم موجه دلیل پرته تړلي ښوونځي ژر بیرته پرانیزي.

د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې د معلوماتو پربنسټ د مېرمنو په ګډون د بېلابېلو جرمونو په تور شل زره تنه د هېواد ۳۴ ولایتونو په بندخونو کې بندیان دي.

خلک وايي، ولس د نجونو د ښوونځیو خلاصون غواړي، خو طالبان په څه باندې دریو کلونو کې هم حاضر نه شول چې د ولس دغه مشروع غوښتنې ته رسیده‌ګي وکړي.

ځینې سیاسي څېرې او د نظر خاوندان وايي، که طالبان غواړي چې افغانستان له هر ډول استخباراتي لوبو او د نویو ډلو له ایجاد وژغوري، نو ځینې شیان لکه د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصون لپاره ګام واخلي او دغه ستونزه حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر اوسه د ولس یوې غوښتنې ته هم مثبت ځواب نه دی ورکړی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button