نړیوال خبرونه

رینا امیري: له زده کړو د نجونو منع کېدو افغانستان له روغتیايي بحران سره مخامخ کړی

رینا امیري وايي چې د طالبانو ناسمو سیاستونو افغانستان په روغتیايي برخه کې له ناورین سره مخامخ کړی دی

شاوخوا دوه کاله کېږي چې طالبانو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې تړلي دي. هاخوا د طالبانو د روغتیا وزیر قلندر عباد بار، بار ویلي چې موږ په روغتونونو کې د ښځینه ډاکټرانو د نشتون له ستونزې سره مخامخ یو.

دارنګه د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، چې افغانستان د طالبانو د سختو سیاستونو له امله د روغتیا پالو او ډاکټرانو له کمښت او د روغتیایي ناورین سره مخامخ دی.

rina amiri۲
په روغتونونو کې ښځینه ډاکټرانې

د ساینس نړیواله ورځ او پر افغان نجونو محدودیتونه

د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړۍوالې ورځې په پار اغلې امیري په اېکس پاڼه لیکلي، چې له افغان ښځو او نجونو ان خپل هېواد ته د خدمت کولو حق هم ترې تروړل شوی دی.

اغلې امیري لیکي:« د زده‌کړو په دغې نړۍواله ورځ باید هغه افغان نجونې او مېرمنې یادې کړو، چې د ډاکټرانو، انجینرانو، ساینس پوهانو او نورو مسلکونو په توګه د خپل هېواد د خدمت کولو حق ترې اخیستل شوی دی.»

نور ولولئ: رینا امیري وايي چې طالبان بیاد د ښځو پر وړاندې ناوړه چلند ځواب ووايي

نور ولولئ: رینا امیري وايي، په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ستونزې رامنځته کړې

نور ولولئ: معترضې مېرمنې، رینا امیري د طالبانو لابي‌ګره بولي

تېره ورځ د بشري حقونو څار بنسټ هم د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې لیکلي و، چې پر ښځو د طالبانو د بندیزونو او د نړۍوالو مرستو د راکمېدو سره د افغانستان روغتیایي برخه اغېزمنه شوې، چې ورسره د مېلیونونو کسانو روغتیا له ګواښ سره مخامخ شوې ده.

202105wrd afghanistan hospital
په روغتونونو کې ښځینه ډاکټرې

طالبان بیا دا نه مني

تېره اونۍ په کابل کې د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ د تشخیص لومړني کلینیک په پرانیست غونډه کې د طالبانو د عامې روغتیا چارسمبالي وزیر ویلي و، چې اوس‌مهال د افغانستان روغتیایي برخه تر بل هر وخته ښه شوې ده.

هغه ویلي و، چې د دوی د ډلې له بيا واکمنېدو وروسته د افغانستان په روغتیايي سکټور کې د پام وړ بدلون راغلی او په وینا یې، په افغانستان کې د دوی له بیا واکمنېدو راهیسې له ۳۰۰ ډېر کلنیکونه جوړ شوي دي.

خو ددې برخې متخصصین وايي چې یوازې د کلنیکونو د ودانیو په جوړولو ناروغان نه درملنه کېږي، بلکې ددې لپاره روغتیايي پرسونل او تجهیزات په کار دي.

د یادونې وړ ده چې اوس هم په خصوصي روغتونونو کې ښځینه نرسانو، قابلو او ډاکټرانو ته د طالبانو د امر بالمعروف له لوري ستونزې جوړېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button