سعودي عربستان د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

سعودي عربستان اعلان کړی چې د راتلونکې چهارشنبې ورځ به په دغه هېواد او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.
د سعودي د سپوږمۍ لیدلو کمېټې ویلي، د ذوالحجې میاشتې سپوږمۍ لیدل شوې او له همدې امله به د ۲۰۲۶ کال د مې ۲۷مه، چې د غبرګولي له شپږمې سره سمون خوري، د اختر لومړۍ ورځ وي.

د لوی اختر لپاره د اسلامي هېوادونو چمتووالی
د اعلان له مخې، د ذوالحجې لومړۍ ورځ به د مې په ۱۸مه وي، په داسې حال کې چې د عرفې ورځ به د مې په ۲۶مه ترسره شي او ورپسې به مسلمانان ستر اختر ولمانځي.
تر دې وړاندې د افغانستان حکومت هم د چهارشنبې ورځ د ستر عید لومړۍ ورځ اعلان کړې وه.
یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو لکه پاکستان، اندونیزیا، ترکیه، مالیزیا او تونس هم ویلي چې په دغو هېوادونو کې به لوی اختر د چهارشنبې په ورځ پیل شي.

میلیونونه مسلمانان د لوی اختر هرکلي ته چمتو کېږي
ټاکل شوې د حج مراسمو او ستر عید له رانږدې کېدو سره په میلیونونو مسلمانان د اختر د لمانځنې او مذهبي مراسمو لپاره چمتووالی ونیسي.
لوی اختر د مسلمانانو له مهمو مذهبي مناسبتونو څخه ګڼل کېږي چې هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په ځانګړو مراسمو نمانځل کېږي.




