لوبې

شاهد افریدي په پي ایس ایل کې ګډون کوونکو ټولو بهرنیو لوبغاړو نه مننه وکړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد افریدي د پاکستان سپر لیګ د اوومې پړاو د کامیابېدو په خاطر د کرکټ له مینه والو مننه کړې ده.

د پاکستان سوپر لیګ د کویټه ګلیډیټرز لوبډلې استازی شاهد افریدي په یوه ټویټ کې له ټولو هغه بهرنیو لوبغاړو مننه وکړه، چې پي ایس ایل کې یې برخه اخیسې او دا لیګ یې یادګاري کړ.

نور یی ولوله | ناروې غونډه: متقي وايي هڅه کوي خپل حکومت نور هم ټولګډونی کړي

د پاکستان سوپر لیګ اووم پړاو سیالۍ چې تېره ورځ پای ته ورسېده، که څه هم د کورونا وایروس ځینې لوبغاړي اغېزمن کړل، خو د دغه لیګ لوبې یې اغېزمنې نه کړې.

د ویلو ده چې د دغه لیګ پایلوبه بیګا د لاهور قلندرز او ملتان سلطانز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې لاهور پکې د ۴۲ منډو په توپیر بریا خپله کړه او د لومړي ځل لپاره اتله شوه.

دا لیګ، چې ټول اووه پړاو ترسره شوی، یوه بله ځانګړتیا یې دا شوه چې ټولو ګډون کوونکو لوبډلو یې بریا خپله کړې ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button