ټکنالوجي

طالبانو د اختر په سهار په ګڼو ولایتونو کې مخابراتي شبکې بندې کړي وې

طالبانو په ګڼو ولایتونو کې د اختر له لمانځه مخکې مخابراتي شبکې او انټرنېټ بند کړی وو

طالبانو پر عیدګاوو او جوماتونو د بریدونو د ویرې له امله د افغانستان په زیات شمېر ولایتونو کې مخابراتي شبکې بند کړي وې او په ساعتونو، ساعتونو خلک له دغه خدماتو بې برخې وو.

د طالبانو له دغه احتیاطي تدابیرو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د داعش ډلې ګواښونه لا هم موجود دي او دوی کولی شي چې دغه بریدونه هر مهال چې وغواړي، ترسره کړي.

افغان‌ناو ته رسېدلي معلومات ښيي، د سهار له شپږ بجو راهیسې په سوېلي او سویل لوېدیځو ولایتونو کې د ټولو ټیليفوني شبکو او انټرنیټ پر فعالیت د طالبانو له لوري بندیز لګول شوی و.

د هر ډول اړیکو پرې کېدل

په ګڼو ولایتونو کې د څو ساعتونو لپاره پر خلکو ټولې اړیکې بندې وې. دوی نه شول کولی چې له خپلو دوستانو سره اړیکې ونیسي.

دغه اړیکې د سهار له ۶ بجو راهیسې بندې شوي وې.

نور ولولئ: د اجرستان ولسوالۍ اوسېدونکي: مخابراتي خدمتونو ته سم لاسرسي نه لرو

نور ولولئ:  په افغانستان کې تر ټولو غوره موبایل شبکه

له ګڼو سیمو ځینې سرچینې وايي، نن دوشنبه د (غبرګولي ۲۹مه) په سوېلي او سویل لوېدځو ولایتونو کې د طالبانو له لوري پر ټیلیفوني شبکو له بندیز وروسته هر راز اړیکې پرې شوې وې او چا نه شول کولی چې له انټرنیټي او ټیلیفوني اړیکو ګټه پورته کړي.

afghan (48)
مخابراتي شبکې

په کومو سیمو کې شبکې بندې وې؟

طالبانو په خوست، پکتیا، ننګرهار، کندهار، هلمند، روزګان او ځینو نورو ولایتونو کې د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره مخابراتي شبکې تر څو ساعتونو بندې کړي وې.

سرچینې وايي، طالبانو په افغانستان کې امنیتي ګواښونه درک کوي او د همدې ګواښونو د مخنیوي لپاره یې مخابراتي شبکې بندې کړې وې.

طالبان وايي، په افغانستان کې د داعش ګواښ له منځه تللی، خو ددوی له دغه احتیاطي اقداماتو ښکاري چې لا هم په افغانستان کې داعش ددې جوګه دی تر څو بریدونه ترسره کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان پر خلکو مخابراتي خدمات بندوي، بلکې د کوچني اختر په ورځ هم طالبانو د داعش د ګواښونو له ویرې پر خلکو مخابراتي شبکې تړلي وې او چا نشول کولی چې له یوه او بل سره تر ساعتونو ساعتونو اړیکې ونیسي.

په ورته مهال له ګڼو سیمو داسې راپورونه هم دي چې طالبانو له نورې نړۍ د اختر د وروسته کولو له امله زیات شمېر خلک د اختر لمانځه د ادا کولو لپاره جوماتونو او عیدګاوو ته نه وو تللي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button