کورني خبرونه

طالبانو د کابینې او نورو دولتي‌ ادارو لپاره نوې کسانو ګومارنې اعلان کړې

 افغانستان  افغانستان

طالبانو د خپلې کابینې او نورو دولتي‌ ادارو لپاره نوې  وګړو ګومارنې اعلان کړې د طالبانو د مشر مولوي هبة الله اخندزاده له اړخ طالبانو کابینې ته نوي وزیران، مرستیال وزیران او د ځینو ادارو مشران او مرستیالان ګومارل شوي  په تېرو دوو اوونیو کې دا دویم ځل دی چې د طالبانو په حکومت کې د وزارتونو او معینانو بدلونونه رامنځته کېږي.

 او نوي وګړی  پر دندو ګومارل کېږي. د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د نویو ټاکنو اعلان وکړه. د دې اعلان له مخې ۲۷ نوي پر دندو ګومارل شوي چې دوه یې وزیران دي. د دې نویو ګومارنو له مخې به  مولوي شهاب الدین دلاور د کانونو او پټرولیم وزیر  او ملا محمد عیسی اخوند د پېښو ضد وزیر  په توګه ګومارل شوي. شهاب الدین دلاور په قطر کې د طالبانو د دفتر مهم غړی او د دې ډلې له اړخ له امریکا سره د مرکی پلاوي و. نوموړی د طالبانو مخکيني مشر ملا محمد عمر ته نژدې کس بلل کېده

دا هم ولولئ | کابل کی د پاسپورټونه ویش موقتی بند او نورو ولایتو کی روان دی

د طالبانو په لومړۍ واک کې د سترې محکمې مرستیال او په ریاض کې د طالبانو سفیر هم  وو. نوموړی همدارنګه هغو طالب مشرانو له ډلې څخه  دی چې د ملګرو ملتونو له  پرېاړخ بندیزونه لګول شوي پدی  کې اووه وګړی د مرستیالو وزیرانو او څو وګړی د مستقلو ریاستونو او نورو ادارو د مشرانو او مرستیالانو په توګه ګومارل شوي . د ملي تدارکاتو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارو لپاره نوي وزیران  ټاکل شوي . پدی  ډله کې مولوي فتح الله منصور چې ویل کېږي د طالبانو د وژل شوی مشر ملا اختر محمد منصور زوی دی

 د کندهار د هوايي ډګر د مشر په توګه ګومارل شوی  د طالبانو د اعلان له مخې نوي ګومارل شوي وګړی ټول مولویان او ملایان چې دیني زدکړې یې کړي. له دې نویو ګومارنو همداسی څرګندیږی  چې د نورو برخو متخصصینو او د طالبانو له تنظیمي ادارې بهرنی وګړو ته په کابینه کې ځای ندی  ورکړی. خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند د دې نویو ګومارل شوي وګړی په تړاو   ویلی  په خپله کاري برخه کې پوه او کاري تجربه لري نوموړی ویلی چی  له دغو وګړو  ځينو په کميسیونونو کې کار کړی او  طمعه  لري چی  لدی  ټاکنو  څخه وروسته به په چارو  کې د پام وړ بدلون راشي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button