Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

ساینس او ټېکنالوژي

طالبان په افغانستان کې فیسبوک تړي

د طالبانو تر کنټرول لاندې مخابراتو وزارت وايي، ژر به د فیسبوک ټولنیزه شبکه افغانستان کې وتړي

فیسبوک هغه ټولنیزه رسنۍ ده چې افغانستان کې تر ټولو ډېر کاروونکي لري، خو طالبان وايي، ددغه ټولنیزې شبکې د محدودولو یا تړلو تګلاره یې نهايي کړي ده.

د طالبانو د مخابراتو او ټېکنالوجۍ وزیر اعلان وکړ، چې وزارت یې د فېسبوک په ګډون د ځینو ټولنیزو شبکو د محدودولو یا په بشپړه توګه د بندولو تګلاره نهايي کړي ده.

د فیسبوک د تړلو لپاره د طالبانو منطق

نجیب الله مهاجر زیاته کړه، چې د ځوانانو د “وخت او پیسو د مصرفولو” او “غیر اخلاقي مسالو” لیدلو لپاره یې فېسبوک بند کړی.

facebook (3)
د مخابرات وزارت وداني

هغه له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل: «زموږ ځوانان په داسې حال کې دي چې له علمي پلوه کمزوري دي او اکثریت یې نالوستي دي او خپل وخت او پیسې په دې شیانو (ټولنیزو شبکو) ضایع کوي، چې د شرکت په ګټه او د ملت په زیان دي.»

نور ولولئ: د میټا شرکت مشر زوکربرګ ویلي د ۱۰ زره کارکوونکو دندې ختموي

نور ولولئ: د فیسبوک او ټویټر مشران په قفس کې سیالي کوي

نور ولولئ: د حماس-اسراییل د جګړې له امله میټا شرکت فیسبوک کې بدلون راولي

که څه هم دغه طالب چارواکي څرګنده نه کړه، چې دا تګلاره به کله عملي کېږي؛ خو ویې ویل چې د دې مسالې د مخنیوي لپاره د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت په افغانستان کې د فېسبوک د بندولو تګلاره جوړه کړې ده.

د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزیر ټینګار کړی، چې افغان ځوانان زده کړو ته اړتیا لري او باید خپل وخت په ټولنیزو شبکو تېر نه کړي.

د نورو ټولنیزو رسنیو د تړلو ګواښ

څه موده وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دې ډلې کابینې ته امر وکړ، چې د فېسبوک بندولو پر پلان له سره کتنه وکړي.

په یوه بل اقدام کې د طالبانو کابینې د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت ته دنده وسپارله چې ځینې نور سایټونه او چینلونه لکه ټیک ټیک او پابجي بند کړي.

د طالبانو کابینې ویلي، چې د پابجي او ټیک ټاک لوبې “ځوانان ګمراه کوي” او باید منع شي.

په افغانستان کې د فېسبوک د بندولو هڅې کوي، چې د فېسبوک مالک “میټا” شرکت د امریکا د “ترهګرۍ سره د مبارزې” د قوانینو پر بنسټ د دولتي ادارو او د طالبانو د ځینو غړو د کاروونکو اکاونټونه بند کړي دي.

میټا شرکت اجازه نه ورکوي چې له فیسبوک د طالبانو په ګټه تبلیغات وشي. طالبانو په فیسبوک کې په داسې نومونو اکاونټونه جوړ کړي چې میټا شرکت ورباندې د طالبانو او یا د هغو د ملاتړو شک ونه کړي او اکاونټونه یې مسدود نه کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button