سیمه ییز خبرونه

طالبان په پاکستان کې د جګړې په اړه د هیبت الله د حراموالي فتوا پټه ساتي

پاکستان له طالبانو غوښتي چې پاکستان کې د بریدونو د حراموالي په اړه د هیبت الله فتوا اعلان کړي

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد چارواکو د افغانستان له واکمنو طالبانو غوښتي چې په پاکستان کې د حملو د حرام والي په اړه د ملاهبت الله اخوندزاده فتوا په ښکاره اعلان کړي.

نور ولولئ: شهباز شریف طالبانو ته؛ پاکستان ته دې د ترهګرو د ننوتو مخه ونیسي

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې، چې پوځ ته نژدې ده، پرون راپور ورکړ چې رسمي سرچینو ورته وویل چې پاکستان د افغانستان د طالبانو د مشر د عمومي فرمان د اعلانېدو غوښاتنه کوي؛ داسې فرمان چې په هغه کې په جار ووايي چې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي فعالیتونه غیراسلامي دي.

طالبان وايي له خاورې چاته اجازه نه ورکوي

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد ویلي و چې افغانان دې له خپلې خاورې دباندې جګړې ته نه ځي ځکه چې له افغانستانه دباندې د افغانانو ښکېلتیا جهاد نه بلکې جنګ حسابیږي او دا د دوی د مشر فتوا ده.

ده په عین حال کې وویل:«هر څوک چې له افغانستانه د جهاد په نیت دباندې ځي، دا عمل یې جهاد نه ګڼل کېږي. که امیرالمومنین مجاهدین له جګړې منع کوي او بیا هم دوی جګړې ته ولاړ شي، دا جنګ دی، جهاد نه دی.»

د ملا یعقوب نرمښت او د پاکستان توند غبرګون

سره له دې چې د ملایعقوب مجاهد دا څرګندونې د پاکستان د فشارونو د کمېدو لپاره تعبیر شوې خو مجاهد په زغرده ونه ویل چې په پاکستان کې روانه جګړه ناروا ده یا د ټي ټي پي فعالیتونه جهاد نه دی.

له بلې خوا ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه ادعا کوي چې یوه میاشت پخوا کابل ته د اصف دراني په مشرۍ د پاکستاني پلاوي د سفر په لړ کې له هغه سره ژمنه وشوه چې د افغان طالبانو مشر به یو فرمان صادر کړي چې په پاکستان کې حملې حرامې دي.

نور ولولئ: پاکستان کې د پولیسو په يو تهاڼه چاودنه شوې چې ۱۲ تنه پکې وژل شوي

ورځپاڼه ادعا کوي چې دا فرمان د طالبانو په منځ کې صادر شوی خو پاکستان غواړي چې د طالبانو حکومت دې دا فرمان په زغرده اعلان کړي چې اغېز یې څرګند شي.

پاکستاني رسنۍ د دولتي سرچینو په قول وايي چې د طالبانو فرمان کفایت نه کوي او دوی د طالبانو د مشر د لا څرګند او واضح فرمان غوښتونکي دي، داسې فرمان چې په ښکاره پکې وویل شي چې په پاکستان کې هرراز جنګ غیراسلامي اوناروا دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د توند غبرګون پر وړاندې که هم طالبان پسته ژبه کاروي، خو په دې وروستیو کې د پاکستاني چارواکو غبرګونونه خورا تېز دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button