نړیوال خبرونه

عربي امارات ابوظبي کې مېشت د۶۵۰۰ افغانانو ځانګړې پاملرنه کوي

په ابوظبۍ کې مېشت افغانان

عربي امارات ابوظبي ښار کې مېشت د۶۵۰۰ افغانانو ځانګړې پاملرنه کوي.افغانستان کې تحولاتو په راتګ سره ځینې افغانان دریم هېواد ته انتقال کړی شو دې کې ځینې افغانان ابو ظبي ته هم راوړل شو.

د عربې امارات حکومت د دغه افغانانو ځانګړې پاملرنه وکړه دوي د امریکا سره د یو اتحادي په توګه خپل وعدو ته ژمن پاتې شو او دغه افغانانو ته ېې ابو ظبي کې ځای ورکړ.د دوي هغه ټول حا جتونه ېې پوره کړل کوم چې د دوي ورځني ژوند کې پکار وو.دغه افغانان عربي امارتو کې ارامی سره مېشت دي او هيڅ قسمه ستونزې نه لري.او په دغه هېواد کې خوشاله همم دي.

باید یاده کړو چې عربي امارات د دغه افغانانو لپاره ځانګړې طبي یا روغتیايي اسانتیاوې برارې کړي دي دوي ته ېې ځانګړې کلینیکونه هم چمتو کړي دي کوم کې چې د دغه افغانانو وړیا درملنه کیږي دوي ته په بیړنې روغتیايي حالات یا وضعیت کې نورو روغتونونو ته هم اجازه ورکول کیږي.

نور یی ولوله | سیګار: د اشرف غني وتلو پر مهال د پیسو لېږد په اړه مو د ځینو پوښتنو ځواب ترلاسه کړ

نور یی ولوله | نړیوال بانک : افغانستان لا هم د خوراک قلت سره مخ دی

د متحده ایالاتو متحد

هېره دې نه وي چې عربي امارات د امریکا یو اتحادي په توګه دغه مېلمنو ته د زده کړو په ډګر کې هم ځانګړی پاملرنه کوي.دوی ته د تعلیم په ډګر کې هر هغه څه ورکول کیږي کوم ته چې د دوي اړتیا وي.د دوي ماشومانو ته درس ورکول کیږي او ښوونځیو ته هم پرېښودل کیږي.د کوم نه چې دغه امارات میشتې ډېر خوشاله دي او د خوښی اظهار ورباندې کوي.

عربي امارت د امریکا یو اتحادي په توګه او د انسانی همدردی نظر کې نیولو سره د دغه افغانانو سره مرسته کوي دوي ته د ژوند نورو اسنتیاوو تر څنګ د خواړو اړتیا هم پوره کوي هره ورځ ورته درې وخته ډوډی ورکول کیږي او د اړتیا په صورت کې د ژوند نورې اسنتیاوې هم براروي.دا چې اوسمهال ځینې راپورونه وايي چې دوي لا هم امریکا ته ندي استول شي نو دغه موضوع د عربی اماراتو سره تړاو نه لري دا موضوع خپله امریکا تعقیبوي او ډېر ژر به د دوي د وړلو انتظام وکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button