فرانس: طالبان دې د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالو په شرطونو پوه شي

ځړول شوی:اکتوبر 7, 2021 لخوا ځړول شوی:Danya تبصرې:0

 فرانسه فرانسه

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وایي د نړۍ د شلو  اقتصادي قوتونو (جي شل) په راتلونکې سرمشریزه کې باید په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت ته واضح خبر ورکړل شي چې د نړیوالو له طرفه  یې د حکومت په رسمیت پېژندل شرطونه لري چې دوی یې باید پوره کړي 

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې مکرون دغه څرګندونې د فرانسې له اینټر راډیو سره په یوه مرکه کې چې نن نشر شوې، کړي ښاغلی ویلي، په هغو شرطونو کې چې د طالبانو مخ ته کیښودل شوی، باید د ښځو لپاره انډول حقونه یا مساوات، د بهرنیانو له خوا د بشري فعالیتونو  ته اجازه ورکول او له اسلامپاله ترهګرو ډلو سره نه مرسته شامل   وي مکرون وویل، د ده په باور نړیوال په رسمیت پېژندل باید بیه ولري او د افغان ښځو عزت او د ښځو او سړو ترمنځ مساوات باید یو له هغو ټکو وي چې موږ پرې ټینګار کوو  

  تراوسه طالبانو تر شپږم ټولګي پورې نجونو زده کوونکو ته اجازه ورکړې چې ښوونځیو ته لاړې شي، خو تر هغه پورته د لوړو زده کړو نجونو زده کوونکو پرمخ ښوونځي تړل شوي دي. طالبانو ویلي چې په دې باره پر یوې طرحې کار کوي. د دې ترڅنګ دغه راز ډېرې مېرمنې په ملکي ادارو کې له کار کولو منع کړای شوي فرانسې ولسمشر چې د روانې میاشتې په پای کې به د ایټالیا په پلازمېنه روم کې جوړه شي، وویل، دوی به په سرمشریزه کې د افغانستان په اړه خبرېوکړي  

حکومت,طالبان,فرانس,شرایط

موږ، اروپایان، امریکایان، چین، روسیه، د افریقا لوی قدرتونه، اسیا، پېسیفیک او لاتینه امریکا ټول باید د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره شرطونه کیږدو همداراز ویلي چې دغه شرطونه باید یوازې لویدیځ قدرتونه د طالبانو مخ ته کینږدي بلکې دغه شرایط باید د سیمه ییزو قدرتونو لپاره هم د منلو وړ وي، هغه قدرتونه چې لازمه نه ده ارزښتونه یې په ټولو مسایلو کې د لوېدیځ له ارزښتونو سره اړخ ولګوي

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

د طالبانو له خوا په اعلان شوې کابینه کې هېڅ یوه ښځه نشته او اکثره غړي یې د دوی خپل کسان دي چې د کلونو د جګړو تجربه لري. نړیوالو تراوسه پر دې ډېر ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت ټولشموله نه دی او د افغاني ټولنې ټول اړخونه په کې نه دي راغونډ شوي، خو طالبان وایي، دا یوه سرپرسته کابینه ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.