نړۍ خبرونه

فیسبوک ادارې د چین له ولسمشر بښنه وغوښته

فیسبوک د چین له ولسمشر د هغه د نوم د غلط ژباړلو له امله بخښنه وغوښته.

يادې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا یوه تخینکي ستونزه وه او د چین له ولسمشر شي جین پینګ یې بخښنه د چین ولسشمر میانمار ته تللی او هلته یې د میانمار له مشرې انګ سن سو کیا سره په لسګونو تړنونونه هم لاسلیک کړي دي هم غوښتې.

د اغلې سن سو په هغه بیانیه کې چې له ملاقات وروسته یې خپره کړې وه، په برمايي ژبه کې یې د چین ولسمشر نوم په برمایي ژبه کې د چین ولسمشر نوم لیکلی و چې فیسبوک دا د “ Mr Shithol ته ژباړلی و او دا لغات په انګلیسي کې د (سپک، بیخي ډیر خیرن…) مانا ورکوي.

دغېادارې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي

«موږ هغه تخنیکي ستونزه حل کړه چې په فیسبوک کې له برمايي ژبې انګلیسي ته یې غلطه ژباړه کوله. بیا به داسې ونه شي او موږ نور اقدامات هم کوو چې تکرار نه شي. موږ په رښتیني توګه ددې سختې غلطۍ بخنښه غواړو.»

 فیسبوک په خپل د برمايي ژبې ډیټابیس کې د چین ولسمشر نوم نه و ثبت کړی.

فیسبوک له برمايي ژبې د ژباړې په برخه کې ډیر مشکل لري. ویل کیږي پخوا هم ديته ورته غلطې اتومات ژباړې شوي.

باید یاده کړو چې له انګلیسي یا فارسې ژبې پښتو ته د فیسبوک اتومات ژباړه کې هم ډیرې ستونزې دي. ډیر کله یې ځیني شیان په عجیب انداز ژباړلي وي، چې ددې لامل هم له فیسبوک سره لکه د نورو ژبو د پښتو نه ثبت په ګوته کوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button