کورني خبرونه

له افغان ښځو سره تبعیضي چلند؛ په کانکور کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي

طالبان یوازې له نارینه محصلانو د کانکور ازموینه اخلي، خو نجونو ته په کانکور کې د ګډون اجازه نه ورکوي

د ازموینې ملي ادارې په یوه ټویټ کې ویلې چې دوی یوازې له هلکانو د کانکور ازمونیه اخلي، ځکه دوی ته له لوړو زده‌کړو وزارت مکتوب ورغلی دی.

د د ازموینو ادارې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، “د سږ کال کانکور ازموینې په برخه کې د لوړو زدکړو وزارت له لوري يوازې د نارینه محصلانو جذب مکتوب راغلی دی؛ فلهذا دا کار د عالي تحصیلاتو دی، چې له چا څخه ازموينه اخلي او يا يې نه اخلي. په دې برخه کې د ازموينو ملي اداره کوم مسؤليت په غاړه نه لري.”

نور ولولئ: راتلونکې اوونۍ پلازمېنه کابل کې د متفرقه‌وو کانکور ازموینه اخیستل کېږي

ټاکل شوې د ۱۴۰۲ لمریز کال کانکو ازموینه د سرطان په پای کې پیل شي چې په څلورو پړاوونو کې به په ټولو ولایتونو کې اخیستل کېږي.

تېر کال کانکور کې ۱۵۰ کسانو ګډون کړی وو

د د ازموینو ادارې مشري اوس د طالبانو د لوړو زدکړو مخکېنی وزیر عبدالباقي حقاني کوي.‌ نوموړی وايي،‌ روان کال یې څه نژدې ۱۵۰زره زدکوونکو ته په کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره کارتونه وېشتلي دي.‌

روښانه نه ده چې په دغو کارتونو کې څومره یې نجونو ته وېشتل شوي دي. ځکه وروستیو څو میاشتو له ځینو ولایتونو رپوټونه وو چې نجونو ته هم په کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره کارتونه وېشل شوي دي.‌

نور ولولئ: د نجونو پر زده ‌کړو د بنديز دوام؛ نړيوالو سازمانونو پرې غبرګونونه ښودلي

خو د اوس لپاره دا په ډاګه شوې چې نجونې سږ کال په کانکور ازموینه کې له ګډونه منع کړل شوې دي.‌

ښاغلي حقاني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، “سږ کال کانکور ازموینې لپاره ۱۵۰ زره فورمې وېشل شوي، له دې جملې به ۱۰۶۶۱۷ تنه د لوړو او نيمه لوړو زدکړو تحصيلي بنسټونو ته جذب شي.”

د طالبانو لوړو زدکړو وزارت

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي، دوی د خپل مشر د فرمان اطاعت کوي او نه شي کولی چې نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړي. دغه وزارت زیاتوي چې نجونو ته په کانکور د اجازې ورکولو لپاره د هیبت الله فرمان نه دی راغلی.

له دغه بندیز څو ورځې وروسته، د طالبانو لوړو زدکړو وزیر ویلي وو، چې په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو د بندیز پرېکړه یې “د منکراتو مخنیوي” او د “شریعت د پلي کېدو” په موخه کړې ده.

طالب چارواکي تل ادعا کوي چې په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د نجونو پر زدکړو بندیز “تر امر ثاني” پورې دی.‌ خو اوس څه نا څه اته میاشتې کېږي چې د دولتي پوهنتونونو تر څنګ په شخصي پوهنتونونو کې هم نجونو درسونو ته نه پرېښودل کېږي.‌

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button