سیمه ییز خبرونه

له حامد کرزي سره یوه هندي چارواکي جي پي سنګ کتلي دي

د هند د بهرنیو چارو وزیرات یو چاوراکي سفر کړی او له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې لیدلي دي

نوی ډهلی هڅه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن رژیم سره هم اړیکې ټینګې کړي او د چابهار بندر له لارې افغانستان ته سوداګري پراخه کړي، خو دغه راغلي لوپوړي چارواکي له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم کتلي دي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت یو مقام جي پي سنگ په یوه سفر د افغانستان پلازمېنې کابل ته راغلی.

د نوي ډهلي او کابل تر منځ پر ښو اړیکو ټینګار

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په اېکس یا پخواني ټویټر پاڼه کې لیکل شوي، چې نوموړی د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې مشر دی.

karzai (2)
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي

سرچینه زیاتوي: په دې کتنه کې سربیره پر دې چی د افغانستان او سیمې اړوند مسایلو په باب د نظر تبادله وشوه، پخواني ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او نیکو اړیکو د یادونې ترڅنگ، د افغانستان له خلکو سره د هند د مرستو او همکاریو مننه وکړه او خاصتاً د تعلیم په برخه کې یې د یاد هیواد د همکاریو د ادامې غوښتونکی شو.

نور ولولئ: د افغانستان هېرویین او تریاک لېږدونکې ډرون له پاکستان د هند پولو ته رسېدلي

نور ولولئ:  کرزی: نړیوال باید د طالبانو نظام چپه نه کړي

نور ولولئ: حامد کرزی: طالبان دې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د نوم ساتلو هڅه وکړي

د دغه هندي مقام د سفر په تړاو نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

معلومه نه ده، چې هغه له کومو طالب چارواکو سره لیدلي او د بحث ټکي یې کوم وو؟

د پردې تر شا د هند او طالبانو اړیکې

نوی ډهلی په دې هڅه کې دی چې د افغانستان اوسنی بازار د پاکستان له لاسه وباسي او پر ځای یې هندي توکي د هېواد بازارونو ته ورسېږي.

karzai (1)
د افغانستان د پرځېدلي اسلامي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي

هندوستان د طالبانو رژیم سره ښې اړیکې لري، خو کابل کې یې خپل سفارت نه دی پرانیستی.

دغه هېواد تر اوسه په نوې ډېلۍ کې د افغانستان سفارت د طالبانو رژیم ته نه دی سپارلی، خو په هند کې د پرځیدلي جمهوري نظام سفیر فرید ماموندزي تور پورې کړی و، چې د هندوستان حکومت په سفارت کې د طالب دیپلوماتانو منلو ته تر فشار لاندې راوستی و او دا یې په خبره، د سفارت د تړلو یو لامل و.

د هند د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي وو، چې په هند کې د افغانستان سفارت تړل شوی نه دی؛ بلکې سفیر او یو شمېر دیپلوماتانو له نورو هېوادونو د پناه غوښتنه کړې وه او اوس دوی سفارت د افغانستان یو شمېر نورو دیپلوماتانو ته سپارلی، چې خپلې چارې مخته وړي.

د یادونې وړ ده چې هند په افغانستان کې له هر نظام سره ښې اړیکې پاللي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button