سپورټسیمه‌ییز

لوبې؛ سرپل ولایت کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د سنوکر کلب جوړ شوی

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د سرپل د سپورټ او اولمپیک ریاست په دغه ولایت کې د نږدې دوه میلیونه افغانیو پانګونې سره د سنوکر کلب د پرانستلو اعلان کړی دی.

د دې ادارې چارواکو نن (سه شنبه، د جنوري ۲۸مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ، چې دا سپورتي کلب، چې په پنځو معیاري سنوکر میزونو، یو کانټین، یو جومات او د پارکینګ ځای سمبال دی، د ۱.۶ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

ویل کیږي چې د دې کلب د پرانستلو موخه د ځوانانو او هغو کسانو ترمنځ چې دې سپورت سره علاقه لري د سنوکر لوبې ته وده ورکول دي.

څرنګه چې سنوکر یوه ذهني او ستراتیژیکه لوبه ده، نو په هېواد کې ګڼ شمیر ځوانان دې لوبې ته متوجه شوي دي.

په همدې حال کې، دا سپورت په افغانستان کې ډېر مینه‌وال لري، او په وروستیو کلونو کې یې شهرت د پام وړ زیات شوی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button