متقي او د روسیې د امنیت شورا منشي پر امنیتي همکاریو غږېدلي

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو او امیرخان متقي په مسکو کې د سیمهییز امنیت، نشهيي توکو، سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیرخان متقي په مسکو کې له سرګي شویګو سره په لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د امنیتي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
دغه لیدنه روسیې ته د متقي د سفر په ترڅ کې شوې او دواړو لورو پکې د سیمهییز امنیت او دوهاړخیزو اړیکو پر راتلونکو ګامونو خبرې کړې دي.
د روسیې د امنیت شورا منشي د همکاریو پر دوام ټینګار کړی
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په لیدنه کې د افغانستان او روسیې پر سیاسي اړیکو، سیمهییز امنیت، له نشهيي توکو سره پر مبارزې او امنیتي همکاریو بحث شوی دی.
متقي د دواړو خواوو د سیاسي اړیکو روان بهیر مثبت بللی او د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو له امله یې د روسیې له مشرتابه مننه کړې ده.
هغه د امنیتي همکاریو او منظمو مشورو ترڅنګ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا غوښتنه هم کړې ده.
د روسیې د امنیت شورا منشي د اړیکو پراختیا ته هیلهمند دی
د وزارت په وینا، متقي ویلي چې افغانستان د سیمهییز امنیت او له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او له سیمهییزو هېوادونو سره د مستقیمو اړیکو او عملي همکاریو ملاتړ کوي.
بلخوا، د روسیې د امنیت شورا منشي ویلي چې د افغانستان او روسیې اړیکې په بېلابېلو برخو کې د پراخېدو په حال کې دي.
شویګو د امنیت او نشهيي توکو په برخه کې د افغانستان د وضعیت د مدیریت مثبته یادونه کړې او ویلي یې دي چې مسکو او کابل به سیاسي مشورو او عملي همکاریو ته دوام ورکړي.



