نړیوال خبرونه

مزارکې د نوروز بیرغ دشپې لخوا اوچت شو.

هر کال زرګونه کسان له مختلفو ولایتونو د نوروز جشن لمانځلو لپاره مزار شریف ښار ته ځي او د اسلام څلورم خلیفه حضرت علي ته منسوب زیارت کې را ټولېږي چې جنډه پکې پورته او تر څلوېښتو ورځو ولاړه وي

خو د بلخ اطلاعات او فرهنګ رییس صالح محمد خلیق رسنیو ته وویل، چې د کورونا ویروس د نه خپرېدو او د خلکو د بیروبار نه جوړېدو لپاره یې دا جنډه د شپې پورته کړه. په بلخ کې رسنیۍ وايي، جنډه د شپې نږدې لس بجې له رسنیو پرته پورته شوه او خلک د دې زیارت شاوخوا ونڅېدل.

د زیارت مشر عتیق الله انصاري بي بي سي ته وویل، چې د کورونا ویروس د خطر له ختمېدو پورې به د دې زیارت دروازې تړلې وي. د جمعې په سهار هم کم خلک د زیارت د پنجرو شاته د دې جنډې لیدلو ته ولاړ و.

همکار زیاتوي چې بلخ کې کم خلک د شادیان دښتې او حیرتان په ګډون تفریحځیو ته تللي دي.

افغانستان کې د هر نوي لمریز کال د لمانځلو لپاره په ارګ او نورو ولایتونو کې هم مراسم جوړېږي، خو سږ کال د کورونا ویروس د نه خپرېدو لپاره دا مراسم نشته.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي لمریز کال پیغام خپور کړی او پکې وايي، افغانان اوس له بل هر وخت سولې ته هیله من دي او باید دې برخه کې له بل هر وخت خپل منځي یووالي او پیوستون ته پام وشي.

نوموړي نوی کال د پيوستون او اصلاحاتو کال وباله او ټينګار یې وکړ چې د سولې او کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره باید ټول سیاستوال سره يو موټی شي.

“سوله له موږ څخه زموږ د ټولو همغږي او همکاري غواړي او ریوښتونې سولې ته د رسېدو لپاره لازمه ده چې د اصلاحاتو برخه کې لا جدي اوسي”.

د ولسمشر دا څرګندونې په داسې مهال دي چې تېره میاشت د افغان طالبانو او امریکا د سولې هوکړه کې د افغانانو پر خپلمنځي خبرو هم هوکړه شوې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button