ملګري ملتونو ویلی طالبان افغانستان کې د ښځو د حقوقو برخه کې شاته پاتی

ملګري ملتونه ویلی چی د طالبانو له واکمنې څخه وروسته افغانستان کې د ښځو د حقوقو برخه کې شاته پاتی راغلی د ملګرو ملتونو له اړخ یو نوی رپور چې چهارشنبه دسمبر ۸ مه نیټه نشر شوی ویلی په افغانستان کې د تېر اګست میاشتې له ۱۵ نېټې رادیخوا چې طالبانواک ته رسیدلی.
د ښځو د حقونو برخه کې پرمختګ ندی لیدل شوی د دې ځانګړي رپور چمتو کولو لپاره د ملګروملتونو له اړخ یوې ښځینه ډلې افغانستان کې د ښځو د ژوند بېلا بېلو ستونزو ته لیدنه کړېدېترڅ کې د افغان ښځو لپاره کار، زده کړو، روغتیايي اسانتیاو، په ورځني او ټولنیز ژوند اوسیاسي ډګر کې د ښځو د فعالیتونو برخې ته لیدنه کړی رپور ویلی سره له دې چې طالبانواطمنان ورکړی چې د اسلام په چوکاټ کې به د ښځو حقوقو ته درناوی کوي.خو افغانۍ ښځېاو نجونې د خپلو حقوقو په برخه د چټکو بدلونونو شاهدانې دي او وضعیت لا په خرابېدو دی
په راپورکې زیاته کړی چې په افغانستان کې د روان وضعیت له امله ټول وګړي خورا اغیزمنشوي خو د ښځو او نجونو لپاره یې پایلې ډېرې مهمې دي او له پامه ونه غورځول شی باید درناوی وکړی طالبانو د ملګرو ملتونو وروستي رپور ته غبرګون نه دی ښودلی خو نژدې څلورمیاشتې وړاندې یې د واکمنۍ پر مهال ژمنه کړې چې د ښځو او نجونو ټولو حقوقو ته به داسلام په چوکاټ کې درناوی کوي.
نور یی ولوله | نیوزیلنډ د ځوانانو لپاره د سګرېټو پر پېر او پلور بندیز لګوي
خو ملګرو ملتونو په خپل رپور کې ویل شوي چې دا مهال افغانستان کې له ښځو سره د ژوندپه ټولو برخو کې توپیر چلند ورسره کېږي د طالبانو له واکمنۍ څخه وړاندی هم افغانستان پهنړۍ کې د ښځو لپاره یو تر ټولو ناوړه ځای بلل شوی و او ورته اندېښنې تېرو کلونو کې همښودل شوې
خو د ملګرو ملتونو له اړخ په تازه رپور کې راغلي چې د طالبانو پالیسی د نجونو د زدهکړو اوښځو د کار کولو په برخه کې د چټک او ډراماتیک بدلون او د تېرو شلو کالو کې د لاسته راوړنود له منځه تللو سبب شوې . رپور ویلی ځینو کورنیو د ښځو د خوندیتوب په هدف پر دوی یو لړمحدودیتونه هم لګولي