مولوي عبدالکبیر: امارت د نړۍ له هېوادونو سره نېکې اړیکې غواړي

ځړول شوی:جون 13, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

اسلامي امارت له نړیوالو سره ښې اړیکې غواړي

د ریاست الوزا سیاسي مرستیال وایي چې اسلامي امارت له نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره د نېکو اړیکو غوښتنونکی دی.

مولوی عبدالکبیر چې نن (یکشنبې د غبرګولي په ۲۲مه) د حاجیانو د سفرونو د پیل په مراسمو کې خبرې کولې، له هغو کسانو چې د وروستو تحولاتو په پایله کې له هېواده وتلي دي بېرته دې هېواد ته راستانه شي.نوموړي زیاته کړه:«اسلامي امارت د نړۍ له ټولو او مسلمانو هېوادونو سره ښې، دوستانه او د ورورولۍ اړیکې غواړي، موږ اسلامي هېوادونو ته ښه او د ورورولۍ پيغام لرو.»

د حج په مراسمو کې به له افغانستان څخه ۷۰۰۰ کسان ګډون وکړي

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال سره له دې چې، د کوم هېواد نوم نه اخلي وايي، ځينې هېوادونه اسلامي امارت ته ستونزې جوړوي. بلخوا د رییس الوزرا دویم مرستیال په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل چې، سږکال به له افغانستانه شاوخوا ۱۳ زره کسان د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

نور یی ولوله | امریکا: افغانانو ته مو د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروسه چټکه کړې

نور یی ولوله | د قزاقستان ناسته؛ په افغانستان کې سوله د سیمې په ګټه ده

عبدالسلام حنفي زیاته کړه:«۱۳ زره او ۵۸۲ تنه له مرکز، ولایتي حوزو څخه به د بیت الله شریفې زیارت ته ولاړ شي.» د حج د زیارت کوونکو لومړنۍ افغان ډله د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان پر لور روانه شوه.

د حج ادا کولو لپاره ګډونوال محمد شریف وايي:«موږ ته یې سهولت رامنځته کړی دی، موږ ډېر خوشحاله یوو او اوس موږ د خدای کور ته ځوو.» په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې، یو شمېر هېوادوال د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته روانېږي. په تېرو دوو کلونو کې د کووېډ۱۹ ناروغۍ له امله د حج مراسم ډېر محدود وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.