میتیو هایډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

ځړول شوی:فبروري 26, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو او شل اوریزې لوبو پر هغه لوبغاړو سختې نېوکې کړي، چې په دې سیالیو کې یې د آرام کولو پرېکړه کړې ده.

میتیو هیډن وویل، کله چې لوبغاړي د خپل هیواد لپاره لومړیتوب نه ور کوي، دا به د لوبډلې کلتور خراب کړي، د هر لوبغاړي لپاره ترټولو مهم او لومړیتوب د خپل هیواد استازیتوب دی.

نور یی ولوله | محمد شهزاد ښه توپوهنه وکړه، خو لوبه د نوین الحق لوبډلې وګټله

هغه وويل، چې د خپل هېواد استازیتوب ته لومړيتوب نه ورکول ناسم فرهنګ دى او د لومړيتوب نه ورکول په دې معنا دي، چې لوبغاړي د خپل هېواد او د لوبغاړو پروا نه لري. میتیو هیډن دا هم وویل چې د هیواد لپاره لوبې کولو ته د لومړیتوب نه ورکولو لپاره باید د لوبغاړو معاشونه کم شي.

هغه وویل چې دا مهال د هند پریمیر لیګ معلوم دی خو هیڅ لوبغاړی په خپله لاره نه شي خپلولی، د اسټرالیا لپاره د نه لوبیدو په صورت کې باید له لوبغاړي پوښتنه وشي او معاش ترې باید کم شي .ياده دي وي چي ډيويډ وارنر، پيټ کمېنس، ميچل سټارک او جوش هيزلووډ د پاکستان دوره لپاره د یوه ورځنیو لوبو په لوبډله کې نه دي غوره شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *