افغانستان

نصیراحمد فایق: د طالبانو سیاستونه د افغانانو د کلتور او اسلامي ارزښتونو برخه نه دي

م.م کې د افغانستان دایمي استازی وايي، د طالبانو سیاستونه د افغانانو د کلتور او اسلامي ارزښتونو خلاف دي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق د دغه سازمان د امنیت شورا د سولې او ښځو په هکله جوړه شوې غونډه کې ویلي چې د طالبانو سیاستونه د افغان ولس له اسلامي ارزښتونو او کلتور سره سمون نه لري.

فایق شنبه د لړم پر ۵مه د اېکس‌پاڼې له لارې د خپلې وینا په خپاره شوي متن کې ویلي چې طالبانو د افغانستان د بشري حقونو له نړیوالو مکلفیتونو سرغړونه کړې ده.

هغه زیاته کړې چې افغانې ښځې او نجونې د طالبانو له خوا د تحمیل شوي جنسیتي اپارټایډ له کبله له شدید بشري ناورین سره مخ دي.

د ښځو له حقونو د طالبانو سرغړونه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي په تېر جمهوري نظام کې د ښځو حقونو خوندیتوب ته په اشارې ویلي چې طالبانو د لږ تر لږه ۹۰ فرمانونو په صادرولو سره د ښځو له حقونو سرغړونه کړې ده.

نوموړي افغان ډیپلوماټ څرګنده کړې: «دا مسایل له جنسیت څخه بهر دي او له ملي ناورین سره د افغانستان د اقتصاد پر راتلونکي ژورې اغېزې رامنځته کوي.»

نور ولولئ: نصیر احمد فایق: پر ښځو د طالبانو بندیزونه هم جنسیتي اپارتاید او هم نسلي شاته تګ دی

نور ولولئ: نصیر احمد فایق د دوحې ۳مه ناسته کې د افغان مېرمنو د ګډون غوښتنه وکړه

همداراز د دې وينا په متن کې راغلي چې نړيواله ټولنه بايد د طالبانو له خوا د افغان ښځو د حقونو سرغړونې په تړاو بې پرې نه وي.

د طالبانو کړنې د جنسي اپارټاید په توګه په رسمیت پېژندنه

د فایق په وینا، ملګري ملتونه باید د طالبانو جنسيتي اپارټاید د بشریت پر وړاندې د یو جنایت په توګه په رسمیت وپېژني.

پر طالبانو فشار راوړل، د جنسیتي اپارټايډ رسمت پېژندنه، په افغانستان کې د سراسري سولې ټينګښت او د افغان ښځو د ملاتړ لپاره د مالي سرچینو تخصیص له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه د نصیراحمد فایق څو نورې غوښتنې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم فایق د دغه سازمان د ۷۱مې عمومي اسامبلۍ د درېیمې کمېټې په غونډه کې ویلي و چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې روان وضعیت د نړیوالې ټولنې پرېکنده، اصولي او متحدو اقداماتو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې طالبانو بیا پر ښځو لګول شوي بندیزونه د اسلام مبارک دین غوښتنه بللې، په داسې حال کې چې د نړۍ علماء کرام وايي، دا د دین غوښتنه نه ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button