لوبې

نولس کلنو کرېکټ نړیوال جام: د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه

د نولس کلنو د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن پنجشنبه ( جنورۍ ۲۰مه) د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ لوبه روانه ده. دغه سیالۍ په وېسټ انډیز کې ترسره کېږي او ټولټال پکې ۱۶ لوبډلې برخه لري،‌ چې په څلورو ګروپونو وېشلې شوې دي.

افغانستان او پاکستان دواړه په ‘سي ګروپ’ کې دي او خپلې لومړۍ لوبې یې ګټلې دي. افغانستان خپله لومړۍ لوبه کې پاپوا نیو ګیني ته د ۱۳۵ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړې وه.‌همدا راز پاکستان هم خپله لومړۍ لوبه له زمبابوې نه د ۱۱۵ منډو په لوی توپیر ګټلې وه. افغان لوبډله د خپلو منډو د اوسط پر بنسټ دا مهال د ‘سي ګروپ’ په سر کې ده. یاده دې وي چې د دې نړیوال جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې چمتووالی او وېسټ انډیز ته یې سفر له ګډوډیو سره مخ شوي وو.

نور یی ولوله | د افغانستان په لوېديځ کې زلزلې “مرګژوبله” اړولې

د افغانستان د نولس کلنو لوبډل مشر سلیمان ساپي د لوبې له پيل وړاندې يوي سرچینې ته وویل چې لوبډله له پاکستان سره لوبې ته چمتو ده او هیله یې وښودله چې افغان لوبغاړي به ( ښه لوبه ) وکړي. ښاغلي ساپي وویل افغان لوبغاړي هغه تېروتنو ته متوجه دي چې له پاپوا نیو ګیني سره لوبه کې شوې دي، خو ده ټېنګار وکړ چې افغان لوبډله په توپ وهنه ، توپ اچونه او ډګر ساتنه کې ښې وړتیاوې لري.

افغان لوبغاړي د ویزو برخه کې د ستونزې له کبله نه وو توانېدلي چې پر ټاکلي وخت وېسټ انډیز ته ورسېږي،‌ چې له کبله یې د ټورنامنټ د ځینو لوبو نېټې بدلې کړل شوې وې. له همدې امله لومړنۍ سيالي چې ټاکل شوې وه د جنورۍ مياشتې پر ۱۶ ترسره شي وځنډیده، له انګلنډ او اماراتو سره د چمتووالي لوبې هم ترې پاتې شوې دي.

ټاکل شوې چې د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې به د منځني پړاو سياليو ته لار ومومي. افغانستان له ۲۰۱۰ کال راهیسې اووه ځله د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام سیاليو کې ګډون کړی چې په ۲۰۱۸ کال کې یې نيمه پايلوبې ته لار هم موندلې وه.‌

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button