هند له افغانستان سره د مرستو په لړ کې درې زره ټنه غنم رالېږدوي

ځړول شوی:جون 28, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

افغانستان ته د هند د مرستو په لړ کې، د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې هېواد به یې افغانستان ته درې زره ټنه غنم ولېږي. دې وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي: «افغان ولس ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره زموږ ژمنه لا هم پر ځای ده. تر اوسه هند د خوړو له نړیوال پروګرام سره په همکارۍ ۳۳ زره او ۵۰۰ ټنه غنم افغانستان ته لېږلي دي.»

ورته مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په اوسنیو شرایطو کې د هند دا ډول مرستې مهمې ګڼي او وايي، که چېرې دا ډول مرستې د اسلامي امارت له مسوولانو سره په همغږۍ ووېشل شي؛ ډېرې اغیزناکې به وي. یاد وزارت د هند د مرستو د هرکلي ترڅنګ وايي، په هېواد کې د وروستۍ وچکالۍ له امله د غنمو حاصلات هم کم شوي دي.

سږ کال په بازارونو کې د اوړو بیه ډیره لوړه شوې ده

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايی: «د هغه خلکو چې اقتصاد کیې ضعیف دی او هغه سیمې چې اړتیا په‌کې ډېره ده، د بهر خلکو پرتله حکومت یې په اړه ډېر مالومات لري.» له دې سره سم، په کابل کې یو شمېر هټیوال وايي، د تېر کال تله سږکال په بازارونو کې د اوړو بیې ډېرې لوړې شوي او د غنمو دا ډول مرستو او له نورو هېوادونو د اوړو په واردېدو سره به دا بیې بېرته راولوېږي.

ور یی ولوله | سبزیجات او مېوې خوړل د ماشومانو ذهني وړتیاوې زیاتوي

ور یی ولوله | په هېواد کې د وینې سرطان ناروغانو د درملنې لپاره د امکاناتو نه‌شتون

بل‌خوا د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي پر اسلامي امارت غږ کوي چې د نړیوالې ټولنې مرستې په روڼ ډول اړمنو ته وویشي. د کابل اوسېدونکی محمد شریف وايي: «اړمنو کسانو ته مرستې نه‌ رسېږي. دا مرستې باید د زلزلې زیانمنو ته ورسېږي او هغه کسانو ته چې غریب دي او د څولارې لارې پر سر د کار په تمه ولاړ دي.»

سږ کال به د غنمو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله کم شي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالوماتو له مخې، د تېرو کلونو تله سږکال به د غنمو په حاصلاتو کې کمښت راشي. د ویلو ده چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې له روسیې سره د غنمو د واردولو لپاره د دې هېواد له خصوصي سکټور سره یوه هوکړه هم لاسلیک کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.