ژوند او ټولنه

هېواد ته د ۳۲۷زره افغان کډوالو ستنېدل

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، له پاکستانه تر اوسه له ۳۲۷ زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

د پاکستاني چارواکي د څرګندونو د اټکل له مخې کېدای شي د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ نور هم چټکه کړل شي.

د دغه سازمان په وینا له دې ډلې څه باندې ۸۲ زره یوازې د نومبر له لومړۍ تر اتمې په یوه اوونۍ د سپین بولدک او تورخم له لارو بېرته افغانستان ستانه شوي.

نور ولولئ: انجلینا جولي: له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستنه بشري ناورین دی

د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې وايي ښايي تر راتلونکو اتو میاشتو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو شمېر ۸۰۰ زرو ته ورسېږي چې د بیاستنېدنې پر مهال به د دوی مرستو ته اړتیا ولري.

پاکستان کې هم چارواکو په راتلونکو ورځو کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د چټکولو خبر ورکړی دی.

دغه کډوال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ او د روغتیا نړیوالې ادارې د دغو لوړ شمېر بیا ستنېدونکو حالت ته د رسېدنې لپاره د بیړنیو مرستو غوښتنه هم کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، د کډوالو دغه لوړ شمېر بیاستنېدنې هلته د سرچینو، وړتیاوو، سرپناه او بنسټیزو خدماتو محدود امکانات له لا ډېر فشار سره مخ کړي.

نور ولولئ: اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ډانېل اېنډرېس ویلي، هغه امکانات چې دوی لرل وار له مخه يې د زلزله ځپلو په واک کې ورکړي.

“د دوی ډېری یې په ډېر بد حال دي. دوی تر دغه ځایه را رسېدو لپاره په ورځو انتظار ایستی وي. ما له ډېرو راستنو شوو سره خبرې وکړې، ګڼ يې په افغانستان کې کور نه لري په داسې حال کې چې ژمی په څو اونیو کې را رسېږي.”

د هرات زلزله هم ننګونه ده

ښاغلی ېنډرسن زیاتوي‌ “بله ننګونه په هرات کې د یوې میاشتې وړاندې ستره زلزله ده. ټولې خېمې، کمپلې او د مرستې توکي چې موږ په دغه هېواد کې لرل هغه مو د دغې زلزلې اغیزمنو شوو ته ورکړل.”

د اوچا دغه چارواکی وايي‌ “موږ ته له هر څه مخکې د ژرمهالې حللارې موندل مهم دي چې نقدي مرستې ورسره وکړو او خواړه او اوبه ورکړو. دا به ټولو ته ستره ننګونه وي په تېره بیا ښځو او ماشومانو ته. ”

د روغتیا نړیوال سازمان هم اټکل کړی چې تر راتلونکو اتو میاشتو ښايي څه کم اته لکه بیا راستنېدونکي افغانستان ته د ننوتو دروازو کې مرستو او لاسنيوي ته اړ وي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني امنیتي ځواکونه اکثره افغان کډوال لوټلي او تش لاس یې افغانستان ته لېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button