سیمه ییز خبرونه

ټي ټي پي: موږ په خپلو لیکو کې افغانان نه غواړو

د پاکستان طالبانو تحریک نظامي کمیسیون ته امر کړی چې په خپلو لیکو کې افغانان داخل نه کړي

دا پیغام په داسې حال کې خپرېږي چې ټي ټي پي پاکستان کې امنیتي حالت خراب او پاکستان یې وارخطا کړی دی.

د پاکستان طالبانو تحریک په یوه لیک کې د دې ډلې نظامي کمېسونونو ته ویلي، چې افغانان خپلو لیکو ته جذب نه کړي.

نور ولولئ: د ټي ټي پي په برید کې څلور کسه پاکستاني پولیس افسران وژل شوي

د دې ډلې مشرتابه خبرداری ور کړی چې د سرغړونې په صورت کې به قومندانانو ته سزا ور کړل شي.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ دا لیک پرون د سپټمبر پر ۱۴ خپور کړی دی.

پاکستان کې د ناامنۍ زیاتېدو لاملونه

په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو پسې پاکستاني طالبانو هم په پاکستان کې بریدونه ډېر کړل.

راپورونه وايي چې پاکستاني طالبانو ته له امریکا په افغانستان کې پاتې وسلې هم په لاس ورغلې دي.

د بلوچستان په ژوب کې پر پوځکوټ د پاکستاني طالبانو له برید وروسته د پاکستان پوځ وویل، چې په دې برید کې درې افغانان هم وو.

نور ولولئ: د پاکستان پوځ یو ځل بیا؛ ټي‌ټي‌پي افغانستان کې پټن‌ځایونه لري

تر دې مخې هم د پوځ مشر عاصم منیر ویلي و چې افغانان د پاکستان ترهګریزو بریدونو کې لاس لري.

خو وروستیو کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده داسې فرمان لاسلیک کړی دی چې په پاکستان کې یې جنګ حرام بللی دی.

طالبان د هیبت الله فرمان نه ښکاره کوي

د سرچینو په خبره، طالبان د کورني غبرګون او اندېښنې له امله د دې فرمان عمومي کېدل نه غواړي.

اسلام اباد له طالبانو غوښتي چې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د افغان ملاتړو د چارو د مخنیوي لپاره دا فرمان عمومي کړي.

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب هم تېر زمري میاشت کې په جلال اباد کې یوې غونډې ته وویل چې که څوک بهر ته د جهاد په نیت ځي دا جهاد نه دی، بلکې جنګ دی.

خو بیا بیا د پاکستان ولسي او پوځي چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې بریدونه د افغانستان له خاورې پلانېږي، اما طالبان تل دا تورونه ردوي او وايي، هیچا ته اجازه نه ور کوي چې افغان خاوره د نورو پرضد وکاروي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې ګڼ طالب لوړپوړي چارواکي په پاکستان کې کورونه او کاروبارونه لري او ځینې یې حتی د هغه هېواد پاسپورټونه او شناختي کارډونه هم لري چې له همدې امله د پاکستان له تسلط ځانونه نه شي ایستلی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button