کورني خبرونه

پر طالبانو د بریدونو د زیاتېدو ویره

د هرې ورځ په تېرېدو پر طالبانو د بریدونو ويره زیاتېږي

پر طالبانو وروستی برید په نیمروز ولایت کې د طالبانو پر والي ملا محمد قاسم خالد ځانمرګی برید و. د طالبانو یاد والي له بریده روغ وتلی، خو د سرچینو پر اساس درې تنه طالبان ټپیان شوي دي.

دا برید پرون یک شنبه (مرغومي ۲۴) د افغانستان په لودیځ نیمروز ولایت کې دننه شوی دی. د برید تلفات شاید کم وي، خو دا ډول برید د طالبانو لپاره د خطر بېل زنګ دی، ځکه دوی فکر کاوه چې د پرځېدلي جمهوریت پر مهال یوازې دوی ځانمرګي تربیه کولی او الوزولی شول. اوس داسې ښکاري چې د طالبانو پر وړاندې هم د ځانمرګو بریدونو خطر په ډېرېدو دی.

پر طالبانو د بریدونو اصلي عوامل

پر طالبانو د بریدونو د ډېرېدو اصلي عوامل دادي چې دوی په ولس کې هېڅ ډول محبوبیت نه لري، ځکه دوی د ولس له منځه نه دي راوتلي او نه یې د ولس غوښتنو ته پام کړی دی. کله چې کومه ډله له ولس سره نږدې نه وي یا په بله اصطلاح، هر نظام چې د ولس په خوښه او ولس له منځه نه وي، د هغه نظام بقا ناشوني ده.

نور ولولئ: په هرات کې د طالبانو والي په خپل کتاب کې شیعه ګان تکفیر کړي

نور ولولئ: په تېرو دریو ورځو کې کابل کې څو بریدون شوي

نور ولولئ: په کابل کې د پرونۍ چادونې قربانیان څه غواړي؟

کله چې کوم حکومت د ولس د غوښتنو خلاف روان وي نو په ولس کې نفرت اوج ته رسېږي او په راتلونکې کې له هر هغه ډلې ملاتړ کوي، ځای ورکوي او امکانات وربرابروي چې د حاکمانو پرضد فعالیت کوي.

پر طالبانو د داعش ډلې بریدونه

د طالبانو پرضد څو ډلې فعالیت کوي چې یوه یې هم د داعش ډله ده. طالبان د داعش په ګډون دا ډلې له پامه غورځولي دي. دوی چې کله په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او دلته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر ضد عملیات پیل کړل، نو هغه وخت د دوی ډله چندان نه حسابېدله او نه ورته ورڅخه کوم خطر احساسوه. وروسته بیا هماغه ډله نن د افغانستان په واک کې ده.

taliban gov1
انځور؛ د نیمروز ولایت ودانۍ چې دننه پکې پر طالب والي ځانمرګی برید شوی دی.

اوس طالبان هماغه اشتباه تکراروي او یادو ډلو ته د خطر په سترګه نه ګوري.

داعش ډلې په تېر یوه کال د طالبانو د بلخ والي په ګډون لوړ پوړي طالب چارواکي په ځانمرګو بریدونو ووژل او له منځه یې یوړل.

که څه طالبان ادعا کوي چې دوی داعش له منځه وړی، خو داعش لا له منځه نه دی تللی بلکې لا هم د دوی پرضد فعالیت کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button