ټکنالوجي

پر ټولنه د سوشل میډیا اغېزې

په نننۍ معاصره ټولنه کې سوشل میډیا اغېزناکه رسنۍ بلل کېږي

د نړۍ له نیمايي ډېر نفوس سوشل میډیا کاروي او له دغه نفوس یې هر یو تقریبا هره ورځ دوه ساعته پر یاده رسنۍ استعمالوي. څومره چې موږ پوهېږو، زموږ د ژوند لویه برخه ډیجیټل سپېس نیولي ده. نوي لارې یې داده چې له نړۍ کې یو کلی جوړ کړی، له یوه او بل سره یې انسانان نښلولي او له یوه او بل سره ښې اړیکې لري. همدارنګه سوشل میډیا په نړیواله ټولنه کې اساسي بدلونونه راوستلي دي.

نور ولولئ: پر تنکیو ځوانانو د سوشل میډیا منفې اغېزې

له کله چې په اوسنۍ ټولنه کې سوشل میډیا رامنځته شوي نو اوس ددې لپاره څېړنې روانې دي، څو زموږ په راتلونکو نسلونو باندې ددې اغېزې وڅیړي. د سوشل میډیا ماډلونه ورځ تر بلې تغیر پیدا کوي او بدلېږي. دوی په سرعت، نشرانو او اعلاناتو کې چټکتیا او اغېزمنتیا رامنځته کوي چې دا هر څه د یوه مثبت بدلون پر لوري یو قدم دی، خو ځینې منفي پایلې هم کېدای شي ولري.

د انسانانو پر روان د سوشل میډیا اغېزې

تاسو شاید پر روان د سوشل میډیا له اغېزو اورېدلي وي. ځینې پوهان د سوشل میډیا پر لوګارتم او ډیزاین باندې نیوکې لري او په دې برخه کې خپلې اندېښنې ښيي. په ۲۰۱۹ کال (ازا روسکین) چې د بشري ټکنالوژۍ په برخه کې مالي ملاتړ کوونکې وه، د (ډیجیټل لون‌لاین ایپډیمیک) په باره کې یې خبرې وکړې او ویې ویل چې په سوشل میډیا کې د بدو خبرونو، ناوړه چلندونو او نورو ستونزو له امله انسانان پر رواني ناروغیو اخته کېږي، ځکه ددې لپاره خاص اصول نشته چې پر سوشل میډیا دې څه نشرېږي او څه نه.

نور ولولئ: سپینه ماڼۍ ويلي د مصنوعي ذکاوت پر وړاندې انسانان خوندي وساتئ

په دې برخه کې محقیقینو لا نورې ډېرې څېړنې کړي دي چې د سوشل میډیا اغېزې یې پر رواني ناروغیو څېړلي او خپرې کړي دي.

د عامه ناروغیو بحرانونه

پر سوشل میډیا کېدای د خلکو د اندېښنو وړ شکمن پیغامونه په تېزۍ سره یو او بل ته ولېږي او ګڼ تشویشونه په خلکو کې پیدا کړي. په دې برخه کې ښه مثال یې کرونا ناروغي ده چې ګڼو خلکو ته د ناروغۍ تر څنګ د اندېښنو ډک حالت پر ځای پرېښود.

په دې کې نورې داسې ستونزې هم شته چې په نړیواله کچه له یوې خوا بلې خواته د خلکو تر منځ له پېښو مخکې اندېښنې شریکوي او خلک په رواني ستونزو کې اخته کوي.

اخر کې باید ووایو چې سوشل میډیا باندې لا ډېر تحقیقات روان دي تر څو معلومه کې چې په خلکو کې څومره منفي تغیرات او مثبت تغیرات رامنځته کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button