کورني خبرونه

په افغانستان کې د غربت بحران: اوچا وايي چې پنځه اتیا سلنه افغانان له یوه ډالر کم عاید لري

په افغانستان کې د طالبانو په بیا واک ته رسېدو په دغه هېواد کې پر خلکو د غربت بحران راغلی دی

په دغه هېواد کې د بې روګارۍ بحران خپل اوج ته رسېدلی دی. هره ورځ خلک ددې پر ځای چې روزګار پیدا کړي، نور پسې بې روګاره کېږي، ځکه طالبان خلکو ته د کار پیدا کولو هېڅ برنامه په لاس کې نه لري.

د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام افغانستان کې د بې‌وزلۍ پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د مالي تمویلوونکو د مرستو کمښت ترڅنګ دغه هېواد کې د خلکو ورځنی عاید هم کم شوی دی.

په دې غربت کې تر ټولو ډېرې ښځې په بد حالت کې دي

د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان کې ۸۵سلنه خلک د ورځې له یوه ډالر کم عاید لري.

poverty2 (1)

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملګروملتو د سرمنشي مرستيال او په اسيا پسفيک کي د دغه سازمان سيمه‌ییزې استازې کاني ويګناراجا د ملګرو ملتو د المان له ټولنې سره په کتنه کې د بې‌وزلۍ له امله له سخت وضعیت سره د مخ ښځو په اړه خبرې کړې دي.

نور ولولئ:  افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

نور ولولئ: کابل کې د مېرمنو مجبوریت او بې‌وزلي

نور ولولئ: طالبانو په بېلابېلو برخو کې د ښځو د فعالیت د جواز غوښتنې رد کړې

نور ولولئ: افغانستان کې د بې روزګارۍ زیاتېدنه؛ ایا طالبان به دا ستونزه هل کړي؟

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «موږ په مستقیم ډول د ښځو د سوداګرۍ، کار، بنسټیزو ټولنیزو خدماتو، د نوي کیدونکي انرژۍ ناورین پر مدیریت تمرکز کوو.»

په هېواد کې د بې روګارۍ لاملونه

د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان هېواد کې د بې‌وزلۍ د پراخېدو لاملونه، د اقلیم بدلون، وچکالي او سخت سیلابونه بولي. د اقتصادي چارو کارپوه نصیراحمد رشتیا وايي: «د اقتصادي زیربناوو نشتون، د حکومت او غیردولتي بنسټونو له لوري د پانګه‌ونې کمښت چې هېواد کې د فقر لوړېدو لامل شوی او همداراز هېواد کې د کاري زمینې د کمښت لامل هم شوی دی.»

poverty2

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) هېواد کې د بې‌وزلۍ د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو، سږ کال به په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا زیاتوي چې اوس د افغانستان نیمايي نفوس له بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان دی چې له ډلې یې ډېرې یې ښځې دي.

پر دې سربېره، طالبان دا ډول راپورونه د دوی پرضد منفي تبلیغات بولي، خو واقیعت دادی چې په خلکو کې غربت او بې‌روزګاري خپل اوج ته رسېدلي ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button