کورني خبرونه

په افغانستان کې سخته سړه هوا پیل شوه

په تېرو څلورو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د سختې سړې هوا له امله لږ تر لږه ١٦ کسان مړه شوي دي

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه مرګ ژوبله په بادغیس، نیمروز، فاریاب او غزني ولایتونو کې شوې ده. تر ۳۰۰۰ زیات څاروي هم د سړې هوا له امله مړه شوي دي

نور یی ولوله | افغاني سیاحتي ځایونه چې تاسو باید په 2023 کې لیدنه وکړئ

  نور یی ولوله | د 2023 غوره راتلونکی هندي ویب سیریز

د طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت د وزارت د خطر د کمولو رییس ملا جان صیب وویل:«په هېواد کې د سړې هوا له امله خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي

د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې اداره وايي، سږ کال د تودوخې درجه د تېر کال په پرتله ۱۲ درجې ټیټه ده

چارواکي وايي، د پروان ولایت د سالنګ لویه لاره، غور او پکتیا د هېواد تر ټولو سړې سیمې دي

“د تېرې اونۍ سختې سړې هوا ډېرې سیمې په ځانګړې توګه لوېدیځ، شمال لوېدیځ، شمالي او شمال ختیځې سیمې او همدارنګه د هېواد مرکزي سیمې اغېزمنې کړې دي. د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رئیس محمد نسیم مرادي وویل، د هوا د بیا کتنې له مخې به د تودوخې درجه به په روانه اونۍ او راتلونکې اوونۍ کې راښکته شي

د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي وايي، سړې هوا د دوی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. دوی له مرستندویه ادارو وغوښتل، چې له دوی سره لازمې مرستې وکړي

د بادغيس يوه اوسېدونکي محمد نعيم وويل: د سړې هوا له امله ډېر څاروي له منځه تللي او يو شمېر خلک سخت ناروغه شوي دي

د فارياب يوه اوسېدونکي فدا محمد وويل: دې سړې هوا ټول بې وزله خلک اغېزمن کړي، په ښار کې هېڅوک نشته، ټول دوکانونه تړل شوي او د سونګ توکي نشته

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شپږو ورځو کې د تودوخې بې ساري کمښت لسګونه کسان وژلي دي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button