په امریکا کې شپېته زره د شاتو موچۍ غلا شوي دي

ځړول شوی:فبروري 17, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې له یوه شڅخه شاوخوا ۶۰ زره د شاتو مچۍ غلا شوې دي. دغه شرکت ځايي ورځپاڼې ته ویلي، دغه مچۍ د کارلایل په سیمه کې د جنورۍ د ۲۸ تر ۳۰مې پورې غلا شوي دي.

د شرکت مشر ګروزر وویل چې شرکت د مچیو د غلا له امله ډېر مایوسه شوی او زیاته یې کړه، شرکت اوس د پېښې په څېړنه کې له پوليسو سره همکاري کوي.

د اسوشیټیډ پریس د راپور له مخې، د امریکا په دغه ایالت کې د مچیو ساتونکو په ۲۰۲۱ کې د ۴۱ سلنه مچیو له لاسه ورکولو راپور ورکړی و.

نور یی ولوله | آیا د نیوټن پر سر د مڼې راولوېدو او د جاذبې قوې د کشف کېسه رښتیا ده؟

په امریکا کې په دومره اندازه د مچیو له منځه تلل کرهنیز او چاپیریال پوهان سخت اندیښمن کړي او دا هم باید وویل شي چې په امریکا کې د خوراکي توکو درې سلنه شات برابروي.

راپور زیاتوي، چې د شاتو مچیو ساتونکي کالونۍ ورځ تر بلې کمېږي او د شات مچیو ګبین مشر په ۱۹۴۰ کال هلته د شپږ میلونو په شاوخوا کې و، چې اوس کابو ۲.۵ میلونو ته راښکته شوي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.