افغانستان

په غزني ولایت کې ګازي بخارۍ مور، پلار او درې اولادونه مړه کړي

د افغانستان په غزني ولایت کې د ګازو بخارۍ د یوې کورنۍ ۵ غړي چې درې په کې ماشومان دي، مړه کړي دي

د هر ژمي په رارسېدو له ګازي بخاریو سره د بې احتیاطۍ یا بې پامۍ له امله په ځینو سیمو کې خلک ددې پېښې قرباني کېږي چې تازه دا پېښه په غزني ولایت کې رامنځته شوې او د یوې کورنۍ ۵ غړي یې مړه کړي دي.

د غزني د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر وایي، چې په دې پېښه کې د يوې کورنۍ د پلار او مور ترڅنګ درې ماشومان هم مړه شوي دي.

د ژمي رارسېدل او د خلکو نه عامه پوهای

د ګازي بخاریو د استعمال په تړاو د خلکو عامه پوهاوی لږ دی او همدا ناپوهاوی د دوی د مړینې سبب کېږي. تازه د هوا په سړېدو په ډېرو نورو ولايتونو کې هم ورته پېښي رامنځته شوي.

د غزني د طالبانو د اطلاعاتو امر منصور افغان وايي، چې د عبدالصبور په نوم دغه کس د خپلي مېرمنې او درېیو ماشومانو سره د ګازي بخارۍ له کبله مړه شوي دي.

نور ولولئ: د زلزلې پر مهال د ځان خوندي کولو لارې چارې

نور ولولئ: د هرات خونړۍ زلزله؛ طالبان زلزله‌ځپلیو ته پاخه کورونه جوړوي

نوموړي وايي؛ دغه پېښه د غزني د پنځمې ناحيې د غيب قلندر په سېمه کې په یوه کور کې رامنځته شوې، چې دغه کورنۍ اصلي د دې ولايت د ده یک ولسوالۍ اوسېدونکې ده.

د منصور افغان په خبره، چې دا ډول پېښې تېر کال هم په دې ولایت کې شوي؛ خو د ارقامو په اړه يې معلومات نه درلودل.

د سیمې چارواکي وايي چې عامه پوهاوی پیلوي

دغه طالب چارواکی وايي، ددې لپاره چې د دا ډول پېښو ګراف راټیټ شي، په دې برخه کې به د خلکو د پوهاوي لپاره کمپاينونه هم زيات او نورو سیمو ته وغځوي.

د يادوني وړ ده، چې د تېرې شبنې په ورځ د بدخشان ولایت د وردوج په ولسوالۍ کې د واده د مراسمو څو ساعته وروسته يوه نوې واده شوې مېرمن هم د ګازو د بخارۍ له کبله مړه شوې وه.

د هوا په سړېدو ډېری افغانې کورنۍ د کورنو د تودېدو لپاره له ګازي بخاريو څخه کار اخلي، چې زيات مهال له اطاقونو څخه د هوا وتلو د منظم سیسټم د نه شتون او د بې احتياطۍ له کبله له دا ډول پېښو سره مخ کېږي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال په کابل کې د ګازي بخارۍ له امله د پوهنتون څلور محصلان هم مړه شوي و.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button