نړۍ خبرونه

پوتين د افغانستان په اړه سوریې او عراق څخه دې جنګيالي ولیږل شی

 افغانستان  افغانستان

ويلي چې له عراق او سوریې څخه تجربه لرونکي جنګيالي په فعاله توګه افغانستان ته ولیږل شی . روسیه له افغانستان څخه د منځنۍ آسيا هېوادونه ته د ناامنی  د لمن د غځيدو په اړه انديښنه لري. ولسمشر پوتین دا څرګندونې د چهار شنبې په ورځ د پخواني شوروي اتحاد د امنيتي ادارو د مشرانو سره د يوه ويديويي کنفرانس په ترڅ کې کړي.

نوموړي زياته کړې افغانستان وضيعت عادی   ندی چی له عراق او سوریې څخه د جګړې تجربه لرونکي جنګيالي په فعاله توګه هلته افغانستان ته لیږل کیږی پوتين وويل امکان لري چې ترهګر د افغانستان د ګاونډيو هیوادونو   د بې ثباته کولو کوشش هم وکړه نوموړي رئيس جمهور په څو ځلي په دې اړه خبرداری ورکړی دی چې کيدای شي ترهګرې ډلې په افغانستان کې له سياسي ناقراريو ګټه واخلی  او د مهاجرو په توګه د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو ته داخل شی په داسې حال کې د روسیې حکومت په کابل کې د طالبانو د مشرتابه په اړه په محتاط ډول خوشبيني څرګنده کړې

article 21

خو کريملن بيا هم مرکزي آسيا ته چیرته  چې د دغه هیواد  پوځي اډې پرتې دي، د ناامنی  د لمنې دغځيدو په اړه انديښمن دی.روسیې په دې وروستيو کې له تاجکستان سره چیرته  چې پوځي هډې لري او همدا راز له ازبکستان سره ګډې پوځي مانورې ترسره کړې. دواړه هیوادونه  له افغانستان سره ګډ سرحدي لري د تاجکستان د ملي امنيت مشر سامومين تايتموف په دې ويديو کنفرانس کې وویل چې له افغانستان څخه په دې وروستيو کې هېواد ته د مخدره موادو، وسلو او تجهیزاتو د قاچاق هڅو زور اخيستی

ا هم ولولئ | افغانستان کې د بشر ضد جنایتونو په اړه د ملګري ملتونه څیړنه

په دې منځ کې د چهار شنبې په ورځ د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون او د تاجکستان ولسمشر علي رحمان په پاريس کی  سره ليدلي دي او د مرکزي آسيا په هېوادونو کې یې پر امن ټینګار کړی   که څه هم چې طالبانو ويلي چې دوی به د مرکزي آسيا هېوادونه ته ګواښ نه پیښوی

خو د پخواني شوروي اتحاد جمهوريتونه په څو ځلي د افغان اسلامپالو د متحدينو له خوا د بريدونو هدف ګرځيد تېره اونۍ د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي چې روسیه به طالبان په مسکو کې د افغانستان له پاره په نظر کې نيول شوي کنفرانس کې د ګډون په موخه دعوت ورکړی 

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button