کورني خبرونه

پوټین وایی طالبان به تور لیست نه ډېر ژر وځی

 افغانستان  افغانستان

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د مسکو او طالبانو تر منځ   خبرو يوه ورځ وروسته ويلي دې ته نژدې شوي چې د اورپکو سازمانونو له لست څخه د طالبانو د لری  کولو  په اړه پرېکړه وکړي روسيې په ۲۰۰۳ کال کې طالبان د يوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندلي وو خو د طالبانو له دويم ځل واکمنیدو   وړاندې يې

 څو ځله په مسکو کې د خبرو لپاره د دوی هرکلی کړی خو ښاغلی پوتين زياته کړې چې د طالبانو په اړه دا پرېکړه به یې افغانستان کې له وضیعت  سره تړلې  چې وايي طمع  یې ده   مثبت لوري ته روانه  ده د رويټرز خبري اژانس له مخې ښاغلي پوټين ټینګار کړی چې د لویدیځو هیوادونو لخوا په میلیاردونو ډالرو بنده شوې افغانی  پانګه باید زر تر زره   ازاده شي ترڅو افغانان وکولی شي خپلې ټولنیزې او اقتصادي ستونزې حل کړي

دا یی  هم ويلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو سم کار  کړی

دا هم ولولئ | په خوست کې سږ کال حاصلات د تیر کال په پرتله لوړ دي

د دې اوونۍ پیل کې روسیې د افغانستان ملاتړ له پاره د نړیوالو مرستو د بېرته پیل کیدو  غوښتنه هم کړې طالبانو په مسکو کې د خبرو پر مهال د ملګرو ملتونو په ملاتړ د مالي همکاری  کنفرانس لپاره د لسو سيمه اييزو قدرتونو ملاتړ ترلاسه کړ  چې له دې لارې په افغانستان کې د اقتصادي سقوط او بشري ناورين مخه ونيول شي روسيه، چين، پاکستان، هند، ايران او د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو له طالبانو سره يو ځای له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې ژر تر ژره د مالي مرستو کنفرانس راوغواړی  ترڅو بیا  د هېواد په جوړولو   کې مرسته وکړي.

د افغانستان په اړه  مسکو کې جوړې شوې غونډې په اعلاميه کې راغلي چې د افغانستان بیا جوړونه  کې مهم رول باید هغه قوتونه ولري چې پوځونو یې تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې شتون درلود په دې ناسته کې له طالبانو غوښتل شوي وو چې سولې، امنيت او تلپاتې ارامۍ لپاره میناروی  غوره کړي.

بل لور  د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې خبرداری ورکړی چې د راتلونکي ۲۰۲۲ کال تر نيمې ښايي ۹۷ سلنه افغانان د بېوزلۍ تر کچې ښکته ناوړه ژوند سره مخامخ شي. د تېر اګست له نيمې د افغان حکومت له غورځیدو او طالبانو واکمنیدو    رادیخوا  افغانستان پرله پسې ناوړه اقتصادي وضعيت سره مخ دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button