ژوند او ټولنه

پیسته د موسمي ناروغیو ترڅنګ نورې ګټې هم لري

د ژمي په موسم کې که له یوې هوا ډېرې ښې او خوندورې مېوې هم له ځان سره راوړي، ورسره څنګ کې د وچو مېوو موسم هم دی، چې له هغې ډلې پسته یې خوندوره او د هر چا د خوښې وړ مېوه ده.

د ژمي په موسم کې د مالګینې پستې خوند هم ځان ته یو څه وایي، خو پسته نه یوازې دا چې بدني قوت زیاتوي، بلکې وینه هم پاکوي، په ټوخي کې ګټوره ده، بلغم پاکوي او هره ورځ د یو موټي پستې خوړل د زړه له ناروغیو څخه هم خوندي رامنځته کوي.

سل ګرامه پسته تر ۵۰۰ زیاته کالوري لري. پسته د مغذي موادو له پلوه بډایه او د خوند له پلوه خورا ښه ده. که چېرته هره ورځ لږه اندازه پسته وخورو نو د زړه ناروغیو خوندي کېږو، د وینې غوړ مو کمېږي او وینه مو له زهرجنو موادو پاکېږي.

نور یی ولوله | ژر پخېدونکي خواړه روغتیا لپاره څومره خطرناک وي؟

د پستې د یوې ټاکلې اندازې استعمال د معدې د پیاوړتیا ترڅنګ د ځیګر لپاره هم ګټور وي. د دې لپاره د پستي له پوستکي پوډر جوړ کړئ او هر سهار او ماښام څلور ماشې له اوبو سره استعمال کړئ.

د نزلې، زکام، سر درد، ملا درد او بدني کمزورۍ لپاره پسته له کوچو سره وخورئ او د پستې منظم استعمال د وینې فشار برابر ساتي، د ویښتانو لپاره هم ګټوره ده، دماغو او حافظې ته پیاوړتیا ورکوي او د زېړي لپاره هم خورا اغېزمنه وي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button