افغانستانسیمه

چین د افغانستان لپاره نوی سفیر ټاکلی

طالبانو د افغانستان لپاره نوی سفیر ټاکلی او طالبانو ورته د اړیکو په برخه کې خوشبین دي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي،‌ چین په کابل کې خپل نوی سفیر ګومارلی دی.‌ د طالبانو له ارګ نه په خپرو شویو تصویرونو کې لېدل کېږي چې د چین نوی سفیر جاو شینګ خپل باور لیک د طالبانو رئیس الوزرا ته سپاري.‌

نور ولولئ: چین غواړي په افغانستان کې له طالبانو حکومت سره اړیکې پراخې کړي

وروسته له ډېرده مودې، دا لومړی ځل دی چې د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د رسمي‌ کار انځورونه خپرېږي. نوموړی کابل ته له ستنېدو مخکې څو میاشتې ناروغ و او کندهار ته د “استراحت” لپاره تللی و.

د یاد سفیر تود هر کلی شوی دی

طالبانو د یاد سفیر تود هر کلی کړی دی او د هغې د هر کلي لپاره یې تشریفاتي مراسم نیولي وو.

د چین نوي سفیر په ارګ کې له رسمي مراسمو وروسته د طالبانو رئیس الوزرا ته باورلیک سپارلی

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي پر ټوېټر پاڼه د چین د سفیر له خولې لیکلي چې د چین دغه دیپلومات د خپل هېواد “د مشرتابه نېکې هیلې او سلامونه دافغانستان اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) رئیس الوزرا ته وړاندې کړل.”

ښاغلی کریمي زیاتوي، د طالبانو لوموړي وزیر هیله ښودلې چې “د چین نوی سفیر به د افغانستان او چین ترمنځ ديپلوماتیکې اړیکې لوړې کچې ته پورته کړي” او دا یې “د نوي څپرکی پیلامه” بللې ده.‌

نور ولولئ:  د چین استازی: نور هېوادونه دې هم افغانستان سره تعامل پیل کړي

د طالبانو په خبرپاڼه کې د چین د نوي سفیر له خولې دا هم راغلي، چې “چین د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پالیسي نه لري” او د افغانستان پرېکړو ته درناوی لري.‌

چین ولې له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي

چین هڅه کوي چې په افغانستان کې د معادنو سرچینو ته د لاس رسي په خاطر له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي.

چین یو له هغو هېوادونو دی چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره نږدي اړیکي‌ پالي‌ او سفارت یې هم په کابل پرانیستی دی.‌

تېره مې میاشت کې، د کورونا وبا له پیل وروسته په لومړي‌ ځل د چین اورمچي ښار ته له کابله د اریانا افغان هوايي شرکت الوتنې هم پیل شوې.

چین چې په افغانستان کې د امریکايي‌ ځواکونو د پوځي اډو مخالف و، په تېرو دوو کلونو کې د سیمې د نورو هېوادونو په څېر د بشري حقونو او ښځو په اړه د طالبانو پر ځپونکو تګلارو نېوکې نه کوي او د نورو هېوادونو په چارو کې د “نه لاسوهنې” پر سیاست ټینګار کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button