نړیوال خبرونه

چین له افغانستان سره  مستقیمې الوتنې پيل کوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټر پاڼه د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي او په کابل کې د چین د سفیر وانګ یو د لیدنې انځورونه خپاره کړي او د چین د سفیر ښاغلي یو له خولې یې د مې په ۲۴ مه د افغانستان او چین ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل خبر ور کړی دی

ښاغلي بلخي د دغې لیدنې په اړه پخپلو پرلپسې ټويټونه کې د ښاغلي یو له خولې زیاته کړې چې چین لېوال دی چې له افغانستانه په ځانګړي ډول د انارو صادرات ډېر کړي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، ښاغلي یو همدا ډول د لوګر د میس عینک کان استخراج ابتدايي چارو، د جمهوریت روغتون د بیارغونې او په افغانستان کې د ارزان بیه کورونو د پروژې پرانیستلو خبره هم کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په لیدنه کې له چینايي لوري افغانانو ته د ویزو د اسانولو غوښتنه کړې ده.

نور ولولئ: د چین مرسته شوی ۷۰۰ زره ډوزه دکرونا واکسین افغانستان ته راورسېده

چین د ګوته په شمېر هغو هېوادونو له ډلې دی چې دمګړۍ په کابل کې سفیر لري او د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې لري.

تېره ورځ له امیر خان متقي تر لیدنې وړاندې ښاغلي یو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره هم لیدلي و.

نور ولولئ: په سمرقند کې د افغانستان په اړه ناسته؛ د ټولګډوني حکومت او د ښځو کار او زدکړو غوښتنه شوې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ښاغلي یو له خولي ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د فشار، بندیزونو او لاسوهنې له سیاست سره مخالف دی.

چینايي لوري تر اوسه د دغو دواړو لیدنو په اړه څه نه دي

دوی معمولا په افغانستان کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره د لیدنو کتنو په اړه کم جزییات خپروي.

نور ولولئ: عربي اماراتو او چین افغانستان سره د طبی وسایلو مرسته وکړه

د افغانستان یو شمېر ګاونډي، لوېدیځ او ان یو شمېر اسلامي هېوادونه په افغانستان کې پر ټولګډوني حکومت او افغانانو ته د ازادۍ او بنسټیزو حقونو د ورکولو غوښته کوي، خو چین د نورو هېوادونو په چارو کې د نه لاسوهنې پر سیاست ټینګار کوي.

د چین او طالبانو حکومت اړیکې د بېجینګ له نظره تر ډېره پر امنیتي او د کابل له نظره تر ډېره پر سیاسي او اقتصادي محور را څرخي

د شنونکو په باور، چین د سنکیانګ سیمې د سختدریزو اسلامپالو د کنټرولولو لپاره په افغانستان کې د طالبانو حکومت مرستې ته اړتیا لري او په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا د چین سیاسي ملاتړ او په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېوال دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button