ژوند

ډاکټران؛ د روږدو کسانو مهارتونه بيرته ترلاسه کېدای شي

ډاکټران وايي چې که څه هم اعتیاد یوه ذهني ناروغي ده او د دې تر څنګ د انسان جسمي قوت هم کموي، خو تر اعتیاد وروسته د معتاد ظرفيت او له لاسه وتلي مهارتونه بيرته ترلاسه کېدای شي

مجید تر شل کلنې نشې وروسته جوړ شوی او اوس د مسلکي زده کړو په یوه مرکز کې له نورو روغو شویو معتادینو سره مرسته کوي.

مجید شل کاله نشه کړې ده، ده به شپه او ورځ په لارو او کوڅو کې پلاستکي شیان ټولول، بيا به يې دا شیان خرڅول او په هغو پيسو به يې نشه يي مواد رانيول.

نور ولولئ: طالبان: په نشه روږدو راغونډو کړو کسانو ته حرفوي زدکړې ورکوو

مجيد تر درملنې وروسته د ښې راتلونکې په هیله د برېښنا په برخه کې مسلکي زده کړې وکړې.

مجید اوس د امېد په نوم د مسلکي زده کړو یوه دولتي مرکز کې د صفا کار په توګه کار کوي، دی وايي که یو معتاد ټینګه اراده وکړي، کولای شي چې نشه پرېږدي او بېرته خپل عادي ژوند ته را وګرځي.

نور ولولئ: په بدن باندې د سګرټ څکولو اغیزې

هغه زیاته کړه: ” دا خبره دې هیڅوک نه کوي چې نشه نه شم پرېښودلای. هر څوک نشه پرېښودلای شي، خو په دې شرط چې ټينګه اراده وکړي، پر ځان فشار راوړي او د ستونزو په مقابل کې زغم ولري. داسې کسان به خامخا د نشه يي موادو له تیارو څخه ژغورل کېږي.”

ارواپوهان وايي چې تر نشې پرېښودلو وروسته د جوړو شویو معتادینو ظرفیت لوړېدلای شي

د ارواپوهانو په وينا د روږدي کسان کولای شي چې په ټولنه کې خپل پخواني مسوولیتونه بېرته ادا کړي.

د امېد مرکز د لیلیې مسوول فهیم وايي چې د مجید په اړه د خلکو نظرونه بدل شوي دي، خلک اوس هغه ته د خپل همکار په سترګه ګوري او درناوی يې کوي.

نور ولولئ: کورنیو چارو وزارت: د نشه یي توکو دوې کارخونې مو له منځه وړې

هغه وویل: “کله چې مجید جان تر درملنې وروسته د امېد مرکز ته راغی، پر خپل ځان يې ډېر باور درلود، ده خپله غوښتل چې نشه پرېږدي. کله چې موږ د ده کار ولید، نو پرېکړه مو وکړه چې باید په دې مرکز کې کار وکړي، دی اوس دلته زموږ سره کار کوي.”

ډاکټران وايي چې مجید اوس د نورو معتادینو لپاره یوه ښه بېلګه ده

ډاکټران وايي چې دوی ټولو معتادینو ته دا پیغام ورکوي چې ټول معتادین د نشې پرېښودلو وړتیا لري او بېرته خپل عادي ژوند ته را ګرځېدلای شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button