سات تيرينړیوال خبرونه

ښاپيرۍ نغمه: زمونږ ولس موسیقي خوښه ده خو هنرمندي یې نده خوښه

د افغانستان مشهوره سندرغاړې ميرمن ښاپيرۍ نغمه وايي خلک يې لاهم د هنر او هنرمند قدر نکوي. ښاپيرۍ د خپلي ځوانۍ په دور کي د خورا سختو تکليفونو ګاللو سره سره د موسيقۍ په ډګر کي پاته سوه چي د اواز تر څنګ يې ښايست هم ددې د شهرت يو لوی لامل بللی سو.

نغمې د امريکا ږغ ډيوې څانګي سره په مرکه کي د خپل ژوند په اړه ږغيدلې.

ښاپيرۍ وايي:” ما پداسي دور کي د موسيقۍ هنر پيل کړ چي هيڅ ډول شرايط نه وه ورته اماده،وروڼو مي له ښوونځۍ څخه پدې خاطر را وګرځولم چي نوره ځوانه سوې ومه او په لاره کي ددوی ملګرو راته کتله،مور مي څو ځلي وهلې او ډبولې يم ترڅو موسيقي ترک وهمه”.

دا وايي لا اوس هم خلک د غيرت په نوم نجونو ته اجازه نه ورکوي چي سندري ووايي، پښتنې سندرغاړي څو سندري ووايي خو لنډ وخت وروسته يې مخه ونيول سي او ياهم ووژل سي،اکثريت له هيواده وزي او نورو بهرنيو ملکونو کي پناه اخلي.

نغمه پدې باور ده چي افغانان سندري ډيري خوښوي خو سندرغاړی نه خوښوي او نه پريږدي چي په کورنۍ کي يې کوم څوک هنرمند سي،دا وايي هغه کسان چي موسيقي ته په ګناه وايي هغوی هم موسيقي اوري خو قدر يې نکوي.

د ښاپيرۍ ارمانونه پوره سويدي خو وايي يو ستر ارمان مي دادی چي په افغانستان کي سوله راسي،زه خپل وطن ته ولاړه سمه او هلته ژوند وکړمه.

ښاپيرۍ نغمه: زمونږ ولس موسیقي خوښه ده خو هنرمندي یې نده خوښه

د ۶۲ کلني نغمې دوې شعري ټولګي چاپ سوي چي يوه يې “ماته هينداره” او دويمه ټولګه يې “ستا يادونه ليوني دي” چي اکثريت شعرونه يې عشقي دي.

ښاپيرۍ نغمه د ۱۹۵۸ز د جنوري په لومړۍ نيټه د کندهار په ولايت کي زيږيدلې،په ۱۹۸۰ز کي يې هنر ته مخه کړې چي لا تر اوسه هم سندري وايي. دې په بيلابيلو ژبو په زرګونو سندري ويلي او د مدينې ، ليمې ،خيبر او انور په نومونو څلور اولادونه لري.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button