ژوند

ښځې د کوم ډول نارینه څخه متاثره کیږي؟

ښځې د کوم ډول نارینه څخه متاثره کیږي؟ د انسان شخصيت د هغه له عادتونږ او خوی څخه پېژندل کیږي، د انسان همدا شخصيت بيا د نورو انسانانو سره د اړيکې په جوړېدو کې بنسټيز رول لري، مونږ تاسو ته هغه څه دروخایو چې نجونې يې په يو نارينه کې غوره ګڼي او زر ترې متاثره کیږي.

هرانسان په طبعي ډول دداسې يو چا دوستي غواړي چې دی ورباندې ډاډه وي او دده مرسته وکولی شي، هېڅ وګړی هم دداسې يو چا سره دوستي نکوي چې هغه دې هېڅ ډول وړتیا او موقعيت ونلريمېرمنې هم هغه ډول نارينه خوښوي چې غښتلی شخصیت ولري او دوی یې په خوا کې ځان په امن او ډاډ کې وګڼي.په غوسه باندې کنټرول درلودل يو له نادرو پيدا کېدونکو خاصيتونو څخه دی، ډېر کله نارينه خپله غوسه نشي کابو کولي، کله چې غوسه شي بيا نو هرڅه کوي هرڅه ماتوي،

نجونې د هغه ډول سړیو څخه ژر متاثره کیږي چې پراخه صبر ولري او د پېښو په وړاندې یې غبرګون احساساتي نه عاقلانه وي.او هر څه ته سوچ ولري.مجادله او مبارزه هغه څه دي چې ډېری کسان یې پيل کوي خو ډېر ژر يې بېرته پرېږدي، په ژوند کې د بريا لپاره پرلپسې مجادله اړينه ده، د نن زمانې لوستې نجونې هم مجادله کوونکي نارينه خوښوي، داسې نارينه چې په يو کار کې ډېر زيات شکست هم وخوري بيا پاڅېږي د خپلو غلطیو درس اخلي او بيا يې پيل کوي.

ليډر انسان، د ليډر روح لرونکي کسان تل په هر ځاي کې چې وي سمدلاسه د اداري چارې په لاس کې اخلي، خلک ورباندې باور کوي، نجونې دا ډول نارينه ډېر خوښوي چې د کارونو مشري په غاړه اخلي او مسولیت مننونکي او پالونکي وي.او هغه څه کوي چې نورو خلکو ته پکې هم خیر وي.

ښځې د کوم ډول نارینه څخه متاثره کیږي؟
ښځې د کوم ډول نارینه څخه متاثره کیږي؟

د انسان ژوند روان دی تېرېږي، هر انسان به سبا د تېرې ورځې ارمان کوي او فکر به کوي چې پرون څومره ښه ورځ وه، له همدې کبله د روزګار د مصروفیت او مسولیت سره سره انسان بايد کله کله پاڅېږي او د هرڅه لرې يوه د ارام ساه واخلي، نجونې هم دا ډول نارينه خوښوي چې د ژوند په مصروفیتونو کې ورڅخه ژوند هېر نشي، بلکې د ژوند خوشحالۍ هم وپالي.او د مېرمن لپاره ښه زړه هم ولري.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button