سیمه ییز خبرونه

کابل ته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سفر څه پیغام لري؟

کابل ته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سفر دا په ډاګه کوي چې تاشکند له طالبانو سره د اړیکو نوی باب پرانیزي

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو زئیس الوزرا، بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او نورو چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

پخوا ازبکستان د طالب پر بیا واکمنېدو شک درلود چې هسې نه ددغه هېواد تر پولو داعش او نورې ترهګرې ډلې ورسوي او د ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونه ناامنه کړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سفر، لیدنې او کتنې

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د سه شنبې په ورځ په یوه رسمي سفر کې کابل ته ولاړ او هلته یې له لوړپوړو طالب چارواکو سره ولیدل.

gifcjkbxiaav21d
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ په یوه مفصله اعلامیه کې د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره د ښاغلي سعیدوف د لیدنې جزییات خپاره کړي چې منځپانګه یې تر ډېره پر اقتصادي اړیکو او د پانګونې په فرصتونو څرخیږي.

نور ولولئ: افغانستان د ګاونډیو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ د طالبانو پلاوی ازبکستان ته تللی

نور ولولئ: د طالبانو، پاکستان او ازبکستان تر منځ د افغان ټرانس هوکړه لاسلیک شوه

نور ولولئ: د ازبکستان د لومړي وزیر لور د میلیونونو ډالرو په جرمونو تورنه ده

که څه هم د ازبکستان رسمي اژانسونو او بهرنیو چارو وزارت لا د دې لیدنو جزییات نه دي خپاره کړي خو د ارګ په پاڼه کې راغلي چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سیمنټو د تولید د یوې فابریکې د جوړولو، د ډبرو سکرو د استخراج او له ډبرو سکرو د ۲۰۰ میګاواټه بریښنا د تولید د پروژو په سر د پانګونې ژمنه کړې ده.

د نورو پروژو ژمنې

بختیار سعیدوف په حواله د ارګ په بیان کې همداراز راغلي چې ژر به د افغان-ټرانس د ریل پټلۍ په تړاو یو تخینکي پلاوی افغانستان ته سفر وکړي او د دې پروژې تخنیکي چارې به و ارزوي.

 

د طالبانو رییس الوزرا له سعیدوف سره ژمنه کړې چې په ټولو برخو کې به همکاري ورسره کوي.

تر ملا حسن اخوند مخکې سعیدوف د طالبانو د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا برادر او اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي سره هم لیدلي.

سعیدوف داسې وخت د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه افغانستان ته سفر کړی چې له داعش او د ازبکستان له اسلامي تحریک وسله والو د دغه هېواد اندېښنې لا هم په خپل ځای پاتې دي.

خو داسې ویل کېږي چې طالبانو دغه هېواد ته ډاډ ورکړی چې داعش ځپل شوی او نورې ډلې به له افغان خاورې دغه هېواد ته ګواښ متوجه نه کړای شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button