کابل : یو شمېر ښځینه لیکوالانو د نحونو ښونځیو پرانستلو غوښتنه وکړه

ځړول شوی:جولای 8, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ښځینه شاعرانې او لیکوالې

د افغانستان پایتخت کابل کې یو شمېر ښځینه شاعرانو او لیکوالو د یوې مشاعرې له لارې په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.دوي چې ځینې یې له ولایاتو هم راغلي او په پلازمینه کابل کې راټولې شوي، وايي، ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخیوی، له اسلامي احکامو او بشري حقونو سرغړونه ده.

شاعران او لیکوالان له اسلامي امارت څخه غواړي چې د نجونو ښوونځي ژر تر ژره پرانیزي

شاعرانې او لیکوالې له اسلامي امارته غواړي چې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانیزي. د دې مشاعرې جوړوونکي وایي، په‌دې کار سره غواړي هغو نجونو ته انګېزه ورکړي چې ښوونځيو ته له تګه پاتې دي. دغه شاعرانې او لیکوالې د یوه پرېکړه‌لیک په صادرولو سره زیاتوي، د نجونو د ښوونځيو نه پرانېستل کېدل هېڅ دیني توجیه نه‌لري

موږ له لوږې، سختیو، بې روزګارۍ، فقر او مهاجرت سره مخ یو

د مشاعرې جوړوونکې اوږۍ وايي: «ولې، زموږ ګناه څه ده؟ ډېر مهم مسایل په هېواد کې شته چې هغه ناحله پاتې دي. همدا اوس موږ له ولږ، سختۍ، بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او کډوالۍ سره لاس او ګرېوان یوو. دا ستونزې پر ځای پاتې دي، دې ته لومړیتوب نه ورکول کېږي، متاسفانه د ښځو په حقونو باندې، په ټولنه کې د ښځو ګډون باندې، د ښځې په تعلیم باندې بندیزونه لګېږي. د دې مشاعرې یو شمېر ګډونوال هم پر ښځو د محدودیتونو د لېرې کېدو او د نجونو د ښوونځيو د پرانېستل کېدو غوښتنه کوي

نور یی ولوله| په اختریز پیغام کې د نړۍ هېوادونو ته د مولوي هیبت‌الله اخندزاده ډاډ

نور یی ولوله| قطر ته د دفاع وزارت سرپرست مولوي یعقوب مجاهد لومړی رسمي سفر

موږ غواړو هغو کسانو ته پیغام واستوو چې زموږ ژوند او په ټولنه کې زموږ شتون محدودوي

زده‌کوونکې زرمینه وايي:موږ غواړو د شعر له لارې هغو کسانو ته چې زموږ ژوند یې محدود کړی او په ټولنه کې یې زموږ حضور محدود کړی، پیغام ورسوو او موږ غواړو، خپلو مدني فعالیتونو ته دوام ورکړو او خپل انساني حقونو ته ورسېږو. 

زده‌کوونکې صفیه وايي: اسلامي امارت چې پر موږ کوم محدودیتونه لګولي، لطفاً دا محدودیتونه دې لرې کړي، د ښوونځیو دروازې دې خلاصې او موږ ته دې د کار زمینه برابره کړي.دا په داسې حال کې ده چې ۲۹۲ ورځې کېږي د نجونو منځني ښوونځي او لېسې تړلې دي.  دې کار په کور دننه او بهر د ډېر غبرګونونه راپارول، خو لا هم څرګنده نه‌ده چې د ښځو او نجونو برخلیک به څه وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.