لوبې

کرېکټ نړیوال جام: افغان لوبډله تمریناتو لپاره قطر ته ورسېده.

 قطر قطر

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام  لپاره چارشنبه سهار قطر ته روان شو او  له لنډو تمریناتو وروسته به متحده عربي اماراتو ته ځي. د ۲۰۲۱م کال شل اوریز نړیوال جام لوبې د عمان او عربي متحده اماراتو په شریکه کوربه توب روان  اکتوبر میاشت کې پېل کیږی.

افغان کرېکټ بورډ ددې سیالیو لپاره د محمد نبي په ګډون اتلس کسیزه ملي لوبډله اعلان کړې ده او ۴ اضافی احتیاطي لوبغاړي هم ورسره شامل  دي. د دې لوبو لومړی پړاو د اکتوبر پر ۱۷مه شروع کیږی او د ګروپ پړاو لوبې به د اکتوبر پر ۲۳ تاریخ  پیل شي. افغانستان به پخپل ګروپ کې د اولنۍ پړاو څخه د ورتلونکو دوو لوبډلو ترڅنګ له پاکستان، هندوستان او نیو زیلنډ سره هم کوی

افغانستان,کرکټ,شل اوریز نړیوال

طمع  کېدلای شی  چې د کرېکټ بورډ به دا ځل د نړیوال جام لپاره ځوان لوبډله تیاره وی او ځینې پخواني لوبغاړي به نور له نړیوالو لوبو لاس پر سر کېږي. خو په لوبډله کې د شاپور ځدراڼ،‌ حمید حسن، محمد شهزاد او اصغر افغان په غوندی لوبغاړو نومونه د ځینو کرېکټ مینه والو لپاره د حیرانونکی  دي. افغان ملي لوبډله په ۲۰۱۹ کال کې انګلستان کې د پنځوس اوریزو سیالو نړیوال جام کې خپلې ټولې لوبې یې بایللی دې

کرېکټ بورډ د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر میاشتې پر ۹ تاریخ شل اوریز نړیوال جام ته ملي لوبډله اعلان کړی وو خو له دې اعلان څو شېبې وروسته د شل اوریزو لوبو لپاره د افغان ملي‌ لوبډلې پخوانی کپتان راشد خان  کپتانۍ پریښودلو اعلان وکړه. او پر ځای یې محمد نبي د نړیوال جام لوبو لپاره نوی کپتان غوره کړه

دا هم ولولئ | ایفون دیارلس کومې ځانګړتیاوې لري؟

یاده دې وي‌ چې راشد خان یواځی  درې میاشتی وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ له طرفه  د شل اوریزو لوبو لپاره د ملي لوبډلې کپتان نومول شوی وو خو د نړیوال جام لپاره د ملي‌ لوبډلې تر اعلان وروسته راشد خان پر خپله ټوېټر پاڼه لنډ پیغام کې ولیکل، د لوبډلې غوراوي کې ورسره مشوره نه ده شوې او له همدې کبله دی له کپتانۍ لاس واخیسته

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button