هنر او ادب

که کوم څوک منظمه مطالعه ونه کړي، نو څه ډول پایلې تر لاسه کوي؟

که یو څوک منظمه مطالعه ونه لري، نو هغه کس نسبت هغه چاته چې مطالعه یې ډېره وي، ډېر پوهېږي

لږ شیان د زده کړې د نشتوالي په څیر د یو شخص او د یوې ټولنې د ژوند په ټولیز کیفیت دومره متنوع او لیرې پایلې لري. که څه هم دا د بشري حقونو یو له بنسټیزو حقونو څخه شمیرل کیږي، نن ورځ په ټوله نړۍ کې ډیری ماشومان له زده کړې منع دي. د بورګن پروژې د څیړنې له مخې 72 ملیونه ماشومان لومړني ښوونځي ته نه ځي او 759 ملیونه لویان بې سواده دي.

که کتاب ونه لولې، په شخصي او حرفیي ژوند کې به له مختلفو پایلو سره مخ شې، کېدای شي له هغو ۱۴ پېښو سره مخ شې، چې لاندې ورته اشاره کوم.

١. د لغاتو د دایرې کموالی

د کتاب نه لوستلو سره د لغتونو له کمښت او په وینا کې به له ستونزو سره مخ شې او کېدای شي خپل فکر او احساس په سمه بڼه انتقال نه شې کړای.

٢. د شننې وړتیا او انتقادي تفکر کموالی

د بېلابېلو کتابونو مطالعه د انتقادي تفکر او منطقي مهارتونو په پیاوړتیا کې مرسته کوي. د کتاب له مطالعې پرته دا مهارتونه کمزوري کېږي.

٣. د نوې پوهې له لاسه ورکول

کتابونه د اطلاعاتو او پوهې غني سرچینې دي. له مطالعې پرته کېدای شي بې خبره پاتې شې.

٤. د نوښت کموالی

کتابونه د نوښت په پرمختیا او د تخیل په تحرک کې مرسته کوي. له مطالعې پرته، د نوښت او فکر کولو پیاوړتیا کېدای شي د نویو ایډیاوو سره په ټکر کې واقع شي.

نور ولولئ: څه ډول کولی شو، ښه مطالعه وکړو؟

نور ولولئ: د مطالعه کول د نیچه، شوپنهاور او ژاک دریدا له نظره

٥. د مسلې په حل کې کمزوري

د بېلابېلو کتابونو مطالعه له فرد سره مرسته کوي، چې د ستونزو لپاره بېلابېلې لارې پیدا کړي. د کتاب له مطالعې پرته د مسلې د حل لپاره مهارتونه کمېږي.

٦. د زغم کموالی

کتابونه افرادو ته دا اسانتیا برابروي، چې د نورو له زاویې نړۍ ته وګوري او احساسات یې درک کړي، له مطالعې پرته کېدای شي دا زغم او درک کم شي.

٧. د لیکوالۍ په مهارتونو کې کمزوري

د کتابونو نه لوستل د لیکلو په وړتیا کې کموالی راولي، مطالعه د لیکلو او وینا له سبک سره مرسته کوي.

٨. د سټرېس زیاتوالی

د کتاب مطالعه کېدای شي د سټرېس او اضطراب په کمېدو کې مرسته وکړي. که کتاب ونه لولې، کېدای شي د سټرېس په وړاندې ګټورې تګلارې به له لاسه ورکړې.

٩. د دقت او تمرکز کموالی

د کتاب لوستل تمرکز ته اړتیا لري او د دې وړتیا د پیاوړي کېدو لامل ګرځي. د کتاب له مطالعې پرته کېدای شي د تمرکز وړتیا او جزیاتو ته د پاملرنې له کموالي سره مخ شې.

١٠. د حافظې کمزورتیا

د کتابونه منظمه مطالعه د حافظې د پیاوړتیا سره مرسته کوي، پرته له دې عادته، کېدای شي حافظه کمزورې شي.

١١. د ذهنې نړۍ محدودېدل

کتابونه تاسو ته د نړۍ په اړه متنوعې لیدلوری درکوي، پرته له دې به ستاسو افکار او لیدلوری محدود پاتې شي.

١٢. د اعتماد په نفس کموالی

هغه څوک چې ډېر اطلاعات لري، په بحثونو او مکالمو کې ډېر اعتماد په نفس لري. پرته له کتاب لوستلو کېدای شي په مکالمو کې د کمزورۍ احساس وکړئ.

١٣. په ټولنیزو اړیکو کې د کمزورتیا رامنځته کېدل

کتابونه د ټولنیزو مکالمو د بحث لپاره جالب موضوعات تیاروي، له مطالعې پرته کېدای شي ستاسو د مکالمو دایره محدوده پاتې شي.

١٤. د یادولو لپاره د انګېزې کموالی

د کتاب دوامداره مطالعه د یادولو انګېزه او لېوالتیا زیاتوي، له مطالعې پرته کېدای شي دغه انګېزه له لاسه ورکړې.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button