نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

ګرین لینډ کې د کرونا ویروس په بشپړ ډول ختم شو

 ګرين لېنډ په نوم هېواد لومړنى هېواد دى، چې کورونا ويروس يې په بشپړ ډول قابو کړل او ختم يې کړ د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د ګرېن لېنډ حکومت د کورونا ويروس له خپرېدو سره سم سخت ګامونه پورته کړل، چې له امله يې په دغه هېواد کې ويروس پيل نه شو او ډېر لږ خلک ترې اغېزمن شو. د راپور تر مخه، په ګرين لېنډ کې ټول ١١ کسان په کورونا ويروس اخته شوي و، خو اوس ټول له روغتيا برخمن شوي دي او هېڅوک هم اوس په دغه هېواد کې په دې ويروس ککړ نه دى.

دغه حکومت د لومړي کس په کورونا ويروس له اخته کېدو وروسته سخت ګامونه پورته کړل او د ٨٤٤ کسانو ټېسټونه يې وکړل. د کورونا ټولې پېښې په پلازمېنه نوک کې راښکاره شوې وې، د دغه ښار نفوس له ١٨ زرو څخه زيات دى. د ګرين لېنډ ټول نفوس ٥٧ زره دى او ډېر ښه روغتيايي سيسټم هم نه لري، لکه نور هېوادونه چې يې لري. د لومړۍ پېښې له ثبتېدو سره سم حکومت ټول ښارونه ګرځبندېز کړل او د تګ راتګ ټولې لارې يې هم وتړلې..

همدا راز حکومت خپل ټول سرحدونه وتړل، تر څو د کورونا ويروس کنټرول کړي. حکومت هوايي سفرونه او سمندرې لارې هم وتړلې او خلکو ته يې وويل، چې له ځانګړې اجازې پرته هېڅوک نه شي کولاى چې له ګرين لېنډ بهر لاړ شي او يا هم ورته له بهره راشي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې په ګرين لېنډ کې په ١٨مه او ١٩مه پېړۍ کې هم ځينې ناروغۍ خپرې شوې وې، چې کنټرول يې له لاسه وتلى و، همدا لامل و چې دوى د کورونا ويروس د کنټرول لپاره عاجل اقدامات وکړل او ختم يې کړ.

د دغه هېواد د روغتيا وزير ورزينګ اولس وايي، چې د حکومت له لوري لګول شوى ګرځبندېز ښايي تر يو کال پورې دوام وکړي، ځکه موږ دومره امکانات نه لرو چې ناروغان تداوي وکړو، نو ځکه دغه ويروس ته د خپرېدو چانس نه شو ورکولى او اقدامات به مو همداسې سخت وي.

هغه وايي، چې حکومت يې پرېکړه کړې ده، تر څو پورې چې د کورونا ويروس درملنه يا واکسين نه وي جوړ شوي، نو ټول ښارونه به ګرځبندېز وي او ښاريان به يوازې د اړتيا پر وخت له کورونو راووځي.

د ګرين لېنډ يوازيني روغتون (کوين انګريډ روغتون) ډاکټر جيرټ مولوډ اندېښنه ښکاره کوي، که تر څو پورې واکسين نه وي جوړ شوي او ګرځبندېز ختم کړاى شو، نو ښايي له لوى تاوان سره مخ شو، نو موږ بايد د خلکو د خونديتابه لپاره کرنټين ته دوام ورکړو.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button