لوبې خبرونه

ګنګولي: دا ځل اسیا کپ به په عربي اماراتو کې ترسره کیږي

غونډه به په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي

د اسیا جام ۲۰۲۲ په اړه د هند کرکټ بورډ عمومي رییس سارو ګنګولي ادعا کړې ده، چې دا ایونټ به د سریلانکا پر ځای اوس په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

اسیا جام په سریلانکا کې ترسره شو

په دې اړه لا تراوسه پورې د اسیايي کرکټ شورا اعلان نه دی کړی او د هغوی تر اعلان مخکې سارو ګنګولي اعلان کړی دی، تېر کال هم سارو ګنګولي اعلان کړی و، چې اسیا جام نه ترسره کېږي او له هغه وروسته بیا د اسیايي شورا له خوا هم د اسیا جام نه ترسره کېدو په اړه اعلان وشو سږکال د اسیا جام په سریلانکا کې ترسره کېده، خو په سریلانکا کې سیاسي او اقتصادي حالات ډېر بد وضعیت کې دي، نو له دې امله سریلانکا د اسیايي کرکټ شورا څخه د دغه جام ترسره کېدو لپاره معذرت هم کړی و.

نور یی ولوله | د نور علي ځدراڼ پنځوسیزه او د اظهار الحق زبردسته توپ اچونه وکړه

نور یی ولوله | محمد نبي او زوي ېې هم په شپږيزه کې لوبیږي

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، په ممبۍ کې د کرکټ بورډ د یوې ناستې نه وروسته سارو ګنګولي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې اسیا جام به په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي، دا داسې ځای دی، چېرته چې بارانونه نه کېږي.

خو ویل کېږي، چې د اسیا جام کوربه توب به بیا هم د سریلانکا پر غاړه وي. دغه سیالۍ د اګست په ۱۷مه نېټه پیلېږي او د سپتمر تر ۱۱مې نېټې پورې به دوام وکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button