نړیوال خبرونه

انټوني بلېنکن: موږ فکر نه کاوه چې د افغاسنتان وسله وال پوځ به دومره ژر له منځه ځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، موږ فکر هم نه و کړی چې د افغانستان پوځ به دومره ژر وپرځېږي

خو پر امریکا نیوکه داده چې دوی له طالبانو سره په دوحه کې چې د افغانستان د پرځېدلي جمهوریت مشرانو په کې برخه نه لرله، یو اړخیزې خبرې یې مخکې یوړې او د یو اړخیز تړون په لاسلیک سره یې له هغوی سره معامله وکړه او یو مشروع نظام یې ددې ډلې په واک کې ورکړ.

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، هېڅ چا وړاندوینه نه کوله چې افغان حکومت او وسله‌وال پوځ به دومره ژر وپرځېږي.

د بایډن له حکومت دفاع

بلېنکن چهارشنبه د لیندۍ پر ۲۱مه د امریکا د استازو جرګې نړیوالې کمېټې ته د شاهدۍ پرمهال یو ځل بیا له افغانستانه د دغه هېواد د وتلو څرنګوالي په تړاو د بایډن حکومت له کارکړنې دفاع کړې ده.

نور ولولئ: انټوني بلېنکن: پر افغانستان د طالبانو اوسنۍ واکمني تر ټولو تیاره دوره ده

نور ولولئ: د امریکا او ایران د کړکېچ پر افغانستان اغیز

نوموړي زیاته کړې: «موږ باوري و او زموږ ټولو معلوماتي ارزونو ښودله چې کابل به د کال تر پایه د افغان دولت او وسله‌وال پوځ تر کنټرول لاندې وي.»

د هغه په خبره، هغه تړون چې ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره کړې و په خبره یې، د دوی لپاره یې کوم مناسب بدیل نه و پرېښی.

د بایډن انتخاب څه و؟

نوموړي ویلي: «تر هغه ځایه چې بایډن له یوه انتخاب سره مخ و، هغه د جګړې پای ته رسول یا یې غځول و. که نوموړي پر ژمنې عمل نه کاوه، زموږ پر ځواکونو او متحدانو بریدونه بیا پیلېدل او د طالبانو له خوا د هېواد (افغانستان) پر لویو ښارونو بریدونه شروع کېدل.»

د یادونې ده چې د امریکا استازو جرګې د نړیوالو اړیکو کمېټې په وار وار له افغانستانه د بایډن ادارې له خوا د دغه هېواد ځواکونو د وتلو څرنګوالی «شرموونکی» بللی دی.

بل پلو، د امریکا جمهوريپالو هم له افغانستانه د دغه هېواد پر «ناورینې» وتنې چې واک ته د طالبانو د بېرته راتګ لامل شو، نیوکه کړې ده.

شنونکې وايي، چې طالبانو ته افغانستان په لوی لاس وسپارل شو، ځکه امریکا په افغانستان کې داسې څوک واک ته رسېدل غوښتل چې په لږو مالي امکاناتو د امریکا اهداف تعقیب کړي.

خو طالبان بیا وايي چې امریکا نور په افغانستان کې ماته خوړلي وه او ددې جوګه نه و چې دلته پاتې شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button